کور / تازه خبرونه / بلخ : د ۴۰۰۰ زده کوونکو لپاره د يوې ښوونځی بنسټ کښېښودل سو

بلخ : د ۴۰۰۰ زده کوونکو لپاره د يوې ښوونځی بنسټ کښېښودل سو

دبلخ ولایت: نن دچنګاښ دمياشتي په۲۱ نيټه، دبلخ ولايت دشيخ محمد صديق شهاب دليسى الحاقيى ودانى دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهنى درئيس محمد ظاهر پنهان او په ولسي جرګه دبلخ ولايت منتخبه استازى سيفوره نيازى لخوا په داسى حال كى دسيمى قومی مشرانو،استادانو اوشاګردانو ګدون درلود كيښودل شوه.
نوموړى تعمير په پاخه او اساسی دول په يوه پوړکی د يونسف نړيوالى ادارى  په مالي لګښت ۷۳۶۵۷  امريكايي دالروپه مجموعی لګښت د رفيع وليدساختماني شركت لخوا  د۶ مياشتو په موده كى جوړ يزى، چى ۹ درسی ټولګى،۳ ادارى خونى اونور ضروري ملحقات لری .


د يادونی وړده چی نوموړى ښوونځى په ۱۳۵۲ كال كى تاسيس شوى چى همدا اوس مهال د۴۰۰۰ نه زيات هلكان او انجونى زده كوونكى دخيمو لاندى په زده كړه بوخت دى چى دنوموړى تعمير په جوړه ولو سره به ددى ليسى دشاګردانو ستونزه دسرپناه دنشت والى له امله ليرى شى.