کور / تازه خبرونه / پنجشير : ۱۴ پروژى گټى اخستنى ته چمتو شوى

پنجشير : ۱۴ پروژى گټى اخستنى ته چمتو شوى

١٣٨٨/٤/٢١

دکليو د بيا رغونى ا و پراختيا وزا رت د ملى پيوستون پروگرام (١٤) پروژى پدى ورستيو کى پنجشير په ولايت کى گټى اخستنى ته  چمتو شوى .

د دى ولايت د ملى پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخى پد ى پروژو کى د (٤٠) مترو په اوږدوالى د يوه کرنيز کانال جوړول ، دکرنيزواوبوددوه وو زيرموجوړول ، د(٦٠٠) کيلوواټو په ظرفيت د برښنا ديوي وړي شبکي جوړول ،د(١٤٢) مترو په اوږدوالي ديو استنادي ديوال جوړول د(١٥٠٠) مترو په اوږدوالي د لارو اوپياده رونوجوړول ،د يوپل او پل گوټي جوړول او دښځو لپاره دخياطي دکورسونو دايريدل  شا مل د ى .

يادى شوى پروژى د پنجشير ولايت د شتل او عنابي  په ولسوالى او د پنجشير ولايت په مرکزکى  د(١٦٦٦١٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بودجى او په سلو کى لس دکليوالو د ونډى په شمول بشپړى ا و له هغه نه څه د پا سه (٣١٠٤) کورنى ترينه گټه اخلى .