د پاپ مشهور سندرغاړي مايکل جکسن خور لاټويا جکسن وايي د هغې ورور مړ سوئ نه، بلکي وژل سوئ دئ.
تر دې دمخه د مايکل جکسن د ناڅاپي مړيني په اړه ډاکټران هم حيران وو، چي څنګه پر هغه د زړه ناڅاپي حمله راغلې او په دې باب يې د طبي څېړنو د پيلېدا خبر هم ورکړئ وو.
ډاکټرانو په قصدي توګه د ښاغلي جکسن وژل رد کړي نه دي.
د مايکل خور لاټويا جکسن له يوې امريکايي مجلې سره په مرکه کي ويلي چي د هغې د ورور په مړينه کي يو تن لاس نه لري، بلکي پر دې پلان باندي بسته ډلي کار کړئ دئ.
د يادوني وړ ده چي مايکل جکسن د جون پر ٢٦ – مه په لاس انجلس کي ظاهراً د زړه د ناروغۍ له کبله مړ سو.