کور / تازه خبرونه / پاکستان: اسامه په افغانستان کي دئ

پاکستان: اسامه په افغانستان کي دئ


د پاکستان د حکومت لوړ پوړى وزير وايي اسامه بن لادن په افغانستان دئ.


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن که په پاکستان کي واى، اوس به وختي لا د پاکستاني پوځ په لومو کښېوتلى واى.


رحمان ملک د لندن د سنډې ټايمز ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل په قبايلي سيمو کي د امريکا بريدونو بې ګټي دي او تر اوسه يې د القاعدې هيڅ لوړ پوړى کس هلته له منځه نه دئ وړئ، نو د دغو حملو له نتايجو څخه بايد اټکل وسي چي بن لادن او د هغه د عملياتو ټول مشران په افغانستان کي دي.


رحمان ملک په دغه مرکه کي ويلي بن لادن او د هغه ملګري به غالباً د کنړ د غرني ولايت په ځنګلونو کي پټ وي، او که هغوى په پاکستاني خاوره کي واى په دې څو کلونو کي چي د پاکستان ٨٠٠٠٠ پوځيان هلته ځاى پر ځاى سوي دي، هرو مرو د دې ډلي کوم مشر د پوځ په دام کښېوتئ.


رحمان ملک په داسي حال کي د بن لادن سته والى په قبايلي سيمو کي رد کړ، چي د امريکا سي، آى، اې او ايف، بي، آى شبکو څو ځله خبرونه ورکړي چي بن لادن په قبايلي سيمو کي ليدل سوئ دئ.


په دې وروستيو مياشتو کي په قبايلي سيمو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډېر سوي دي چي خپله د پاکستاني چارواکو په وينا له امله يې نه يوازي قبايلي طالبان، بلکي عرب، ازبک او چيچن جنګيالي هم وژل کېږي.


د يادوني وړ ده چي پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته امريکا ته د القاعده شبکې مطلوب مشران لکه ابو زبيده او خالد شېخ محمد په پاکستان کي نيول سوي دي.