کور / تازه خبرونه / پاکستان: له طالبانو سره د هند اړيکي ثبوت سوې

پاکستان: له طالبانو سره د هند اړيکي ثبوت سوې

 

د پاکستان حکومت وايي له قبايلي طالبانو او د سوات له طالبانو سره د هندوستان هيواد اړيکي په ثبوت ورسېدې.

د پاکستان حکومت وايي په قبايلو او سوات کي يې له طالبانو څخه د هند جوړي وسلې نيولي او همدا راز يې هغه ماينونه او چاودونکي مواد نيولي چي معمولاً يې هندي پوځيان استعمالوي.

د پاکستان حکومت په کابل کي د هندوستان سفارت، په کندهار، ننګرهار، مزار شريف او هرات کي پر هندي قونسلګريو باندي تور ولګاوه چي د دوى په وينا تروريستان روزي او پاکستان ته يې د ورانکارۍ دپاره لېږي.

د پاکستان حکومتي منابعو په کندهار او ننګرهار کي د هند قونسلګرۍ په دغسي فعاليتونو کي د کابل تر سفارت هم مخکښي بللي دي.

د پاکستان حکومت وايي په قبايلي سيمو، سوات او ملکنډ کي يې د افغان امنيتي ځواکونو کارډونه هم له ځينو کسانو سره موندلي دي او وايي د نعمت الله او عبيد الله په نوم يې د کنړ ولايت اوسېدونکي هم په دې تور نيولي دي.

د پاکستان حکومت په داسي حال کي د طالبانو او هندوستان د اړيکو يادونه کوي، چي د کورنيو چارو وزير رحمان ملک تېره مياشت ويلي وو، دوى به د هند او بيت الله مسود ترمنځ د اړيکو په باب ځيني اسناد خپاره کړي.

د پاکستان دې ادعا ته لا تر اوسه د افغانستان او هندوستان حکومتونو غبرګون نه دئ ښودلئ..