د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ وايي ده نه غوښتل په هغو خبرود پاکستان جمهور رئيس آصف زرداري ځني خوابدئ سي چي تېره مياشت يې په روسيه کي د جي ايټ هيوادونو په غونډه کي وکړې.
من موهن سنګ په هغه غونډه کي چي تېره مياشت د روسيې په ايکاترنبورګ ښار کي جوړه سوې وه، ويلي وو چي پاکستان په خپله خاوره کي ترهګرو ته ځاى ورکړئ او هغوى پر ګاونډيو هيوادونو د دې خاوري څخه بريدونو کوي.
د من موهن سنګ دغه خبري پر پاکستاني مشر آصف زرداري بدي لګېدلي وې او نن چي په مصر کي د بې طرفه هيوادونو غونډه جوړېږي، آصف زرداري ځکه هلته له برخي اخيستو څخه ډډه وکړه چي ګني بيا بيا به د من موهن سنګ له ګوزارونو سره مخ سي.