کور / تازه خبرونه / د امريکايي کمپنۍ د تيلو پايپ لاين والوزول سو

د امريکايي کمپنۍ د تيلو پايپ لاين والوزول سو

 

په نايجريا کي د تيلو د يوې امريکايي کمپنۍ پايپ لاين په بمونو الوزول سوئ چي له امله يې د تېلو انتقال درېدلئ دئ.

د شيورون په نوم د يوې امريکايي سپلايي کمپنۍ دغه پايپ د مې په مياشت کي هم الوزول سوئ وو.

د دې پايپ د الوزولو مسئوليت د نايجريا يوې وسله والي ډلي پر غاړه اخيستئ دئ

بلي خواته د شيورون کمپنۍ وياند وايي اوس دستي په دې اړه د ويلو دپاره څه نه لري.

د يادوني وړ ده چي د نايجريا هيواد هره ورځ ٣٦٣٠٠٠ بېلره تېل توليدوي، چي د مى په مياشت کي د دې پايپ په الوزولو سره د دې هيواد د تيلو په توليداتو کي ١٠٠٠٠٠ سل زره بېلره کمى راغئ.