کور / تازه خبرونه / د آريانا تلويزيون رئيس د طالبانو لخوا و تښتول شو

د آريانا تلويزيون رئيس د طالبانو لخوا و تښتول شو



پرون د جمعې په ورځ د مازيګر څلورو بجو شاوخوا ښاغلى احسان الله آرين زى او دهغه دوه تنه ورسره ملګري د وسله والو طالبانو لخوا د وردګو ولايت دسيد آباد ولسوالى د سا لارو په سيمه كې وتښتول شول، داسې ويل كيږي چې ښاغلى آرين زى د ملافريد كسانو چې د ملا قيام الدين په نامه هم ياديږي تښتولى دى.
داسې ويل كيږي چې ښاغلى آرين زي غوښتل چې په هغه سيمه كې د مدرسې او يا د جومات د جوړيدو ډبره كيږدي، چې مالي مرستې هم نوموړي دكومې خوا ورته راټولې كړيوې. لاتراوسه دهغوى په هكله نور معلومات نشته چې آيا دوى به اوس چېرته او په كوم حالت كې وي.

 د ښاغلی ارينزي زوی عصمت الله ارينزي د لراوبر سره دټيلفوني اړيکي په ترڅ کي په دي اړه ناخبري وښوده ،  يوې بلي باوري سرچينې له کابله لراوبر ته وويل چي د سيمه ايزو مشرانو او سپين ږيرو لخوا د ښاغلي ارينزي د خلاصون لپاره هلي ځلي رواني دي چي ښايي نن به بيرته د تښتوونکو له لاسونو  ازاد سي .