د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي دا د ده وظيفه نه ده، چي په افغانستان کي د جنګي جنايتونو څېړنه وکړي.
باراک اوباما د نيويارک ټايمز د هغه راپور په ځواب کي دغه څرګندوني کړي، چي د جولاى د نهمي په ګڼه کي يې پر افغانستان په ٢٠٠١ کال د امريکا تر يرغل وروسته د جنرال دوستم له خوا د زرونو طالب بنديانو د وژني په باب خپور کړئ وو.
د بشري حقونو نړيوالي ادارې هغه مهال د بوش د حکومت څخه د دې جرايمو د څېړني غوښتنه کړې وه او نيويارک ټايمز هم دغه خبره په همدې موخه راپورته کړې وه، چي د اوباما حکومت په دې باب څه کوي.
د بشري حقونو نړيوالي ټولنه وايي دغه ټوپکسالار (جنرال دوستم) چي د امريکا د حکومت له خوا د طالبانو پر ضد حمايه کېدئ، ټول جنايات يې د امريکا د ايف، بي، آى، او سي، آى، اې د استخباراتي مامورينو په مخ کي کړي دي.
د امريکا ولسمشر اوباما وايي دا جرمونه نه امريکايي پوځيانو کړي او نه هم په امريکا کي ترسره سوي، نو ځکه د ده حکومت په دې باب د څېړني صلاحيت نه لري.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي کله چي په دې باب د دفاع وزارت د يوه وياند ډيويډ لاپن څخه پوښتنه وسوه، هغه هم وويل په دې جرايمو کي امريکايي پوځيان لاس نه لري، نو ځکه پنټاګان او ايف، بي، آى په دې باب څېړنه نه کوي.
د بشري حقونو نړيوال سازمان په ٢٠٠٢ کال راپور ورکړ چي د ٢٠٠١ کال په نومبر مياشت کي جنرال دوستم او نورو جنګسالارانو په شمال کي ٢٠٠٠ طالب بنديان تر تسليمۍ وروسته په کانټينرونو کي په ډله ايزه توګه وژلي او سوځلي دي، خو د افغان ادارو له خوا ترسره سوي سروې ګاني ښيي چي دغه شمېره تر ٢٠٠٠ کسانو ډېره لوړه ده.
جنرال دوستم چي افغانان يې د يوه جنايتکار او ظالم په توګه پېژني تېره مياشت تر يو کلن تبعيد وروسته افغانستان ته راستون سو، د افغانستان د ولسمشر کرزي له خوا يې پخوانۍ پوځي دنده ورکړل سوه او نوموړي په راتلونکو انتخاباتو کي د کرزي ملاتړ وکړ.
جنرال دوستم يو کال دمخه د هغه د پخواني ملګري اکبرباى سره تر يوې شخړي وروسته هغه وخت له افغانستان څخه ووتئ چي څارنوالۍ يې د نيولو حکم وکړ.