په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د پاکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې، د افغانستان روانه امنیتي وضعه او ګواښونه او همداراز انتخاباتي کمپاینونه راخستي دي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې روانو جنګونو ته په اشارې د برتانیې ددفاع د نوي وزیر په حواله لیکلي دي، چې دوی په افغانستان کې له یو خطرناک دښمن سره مخامخ دي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام دا هغه دا وینا هم راخستې، چې د افغانستان جنګ یوه جدي مبارزه ده او زغم ته اړتیا لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې د خنجر عملیات نوې او ستونزومنه ستراتیژۍ ده.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې بیا دا پوښتنه کړې، چې د اوباما جنګ په افغانستان کې ولې توپیر لري.؟
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې په هلمند کې روانو پوخي عملیاتو ته په اشارې په پاکو شویو سیمو کې د خلکو اړتیاوې جوتې کړیدي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې د هلمند په عملیاتو کې د پاکو شویو سیمو خلک باید د دولتي واکمنۍ ښیګڼې د سر په سترګو وګوري.
ورځپاڼې په افغانستان کې د کاندیدانو روان انتخاباتي مبارزې څیړلي او سپارښتنه يې کړې، چې د تخریبي انتقادو پر ځاې کاندیدان باید د هیواد له روانو حالاتو سره سم رغنده تګلارې تشریح کړي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې په پاکستان کې له وسلوالو ډلو سره روانو جنګونو ته په اشارې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري دا اعتراف راخستې، چې پاکستان له خپلو پرونیو اتلانو سره جنګیږي.
ورځپاڼې په دوام کې د اصف علي زرداري دا وینا هم راخستې، چې پرون پاکستان د خپلو یو لړ بهرنیو اهدافو د پلې کولو لپاره دا ډلې جوړې کړې وې خو نن بیرته ورسره جنګیږي.
ورځپاڼې په هیواد کې روانو انتخاباتي مبارزو ته په اشارې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د پخواني قومندان دا اټکل راخستې، چې ولسمشر کرزې به له دوهم پړاو پرته ولسمشریزې ټاکنې وګټي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، که چیرې کرزې پخپله راتلونکې اداره کې سمون رانه ولي افغان به ډیر ژر به هغه خپل اعتبار له لاسه ورکړي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د لوګر ولایت په وروستۍ چاودنې تبصره کړې او هغه يې د عامه خلکو د مرګ ژ،بلې یوه بله غمیزه بللې ده.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په پولیسو دا انتقاد کړې، چې پدې پیښه کې يې له بې پروايي نه کار اخستې دې.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې له افغانستان سره د کیدونکو نړیوالو مرستو اغیزې انځور کړې او په عینې حال کې خلک د واښو خوړلو په حال کې ښودلي دي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د یو جګ پوړي امریکايي پوځي چارواکي د وروستیو څرګندونو په استناد په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګښت کې د ملي اردو رول مهم بللې دې.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د میو د خرڅ لاو په وړاندې شته ستونزې څیړلې او هغې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا خبر ورکړې، چې په خوست کې یو ښوونکي پر امریکايي ځواکونو وسلواله حمله کړې.
دې ورځپاڼې بیا د روانو انتخاباتي کمپاینونو په وړاندې د رسنیو مسؤلیتونو ته په اشارې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د رسنیو د څارنې د کمسیون په حواله لیکلي دي، چې دولتي رسنۍ د ټاکل شویو اصولو پر خلاف عمل کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د شمالي ولایتونو په امنیتي وضعې تبصره کړې او لیکلي دي مخکې له دې، چې وضع نوره هم خرابه شي باید جدي اقدامات وشي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د پاکستان د ولسمشر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د ترورستي ډلو جوړول د پاکستان د ګټو لپاره وو.
دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د روانو انتخاباتي کمپاینونو یو بل اړخ راسپړلې او د ځینو کاندیدانو پراخو لګښتونو ته په اشارې لیکلي دي، چې دوی دا دومره بیسې له کومه ځایه کوي.
د ورځپاڼې بل مطلب په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته ځانګړې شوې او د روانو نا امنیو اسباب پکې څیړل شویدي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه