14. Hamburger-Afghanistan-Woche: 20. – 25. Juli 2009
Jugendheim Lichtensee, Moorweg 41
22955 Hoisdorf/Hamburg
ګرانو هېوادوالو،
د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او په هامبورگ کی د سياسي زده کړو ټولنه تاسو قدرمنو
آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د ۲۰۰۹ م ک د جولای د شلمې نېټې څخه تر پنځه وېشتمې نېټې پورې د څلوارلسم ځل او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.
ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند
او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي.
سمينار کې لاندي کسان ويناوې کوی:
۱- اماديوس هېمپل: بين الکلتوري تريننګ
۲- يحيی وردک: په افغانستان کې د جګړی پای او د سولې لارې
۳ـ کرين جانسن، په هامبورګ کې د امريکا جنرال قونسل: د امريکا نوې سياست او ستراتيژی
۴ـ کروله شاف، امنستی انترنشنل: د بشر حقوق ښه او يا خراب شوی دی؟
۵- نسيمه نصيب: په اسلام کې د ښځو او مړونو حقونه
۶- داکتر يورګن کانه، اقتصاد پوه: د آلمان او افغانستان اړيکې او زما هلې ځلې
۷- کيرستين ماکسن، ليکواله: له خپل کتاب څخه يوه برخه لولی
۸- البرخت کاسپر، د البرتين بنسټ مشر: آلمان ته د ناروغو افغاني ماشومانو راوستل
۹ـ اولريخ پيتر، نظامي افسر: په بدخشان کې د آلمان نظامي-ملکي همکاری
۱۰- اودو نايمان، د کډوالو لپاره د آلمان فدرالي اداره: پناه غوښتنه، په آلمان کې اقامت او افغانستان ته ليږل
۱۱- پريناز برهيزي، حقوق پوه: په افغانستان کې د حقوق پوهانو روزنه
۱۲- سلامت شيفته: د افغانستان عنعنوی موسيقی، شاعری او سندرې (رباب، زيربغلی، کرومونيکه)
د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکارانو لپاره پنځوس يورو ده.
خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو د پاره شل
يورو ده . موږ د آلمان د حکومت په مرسته د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!
د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راولېږئ.
په دغه اونۍ کې دوه کلتوري او هنري پروګرامونه د اټن سره هم په نظر کې نيول شوی دی.
که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:
په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل