تاسې له څه مودې راهیسې د ښاغلي خطاب له تلویزیون سره دیوې ژورنالستې په حیث دنده درلوده ؟
کابو یونیم کال راهیسې ما د پیامې افغان تلویزون له لارې د (تلویزوني مجلې ) تر سر لیک لاندې یوه خپرونه
.هره اونۍ لومړی دوه ساعته او وروسته د یو نیم ساعت لپاره په ژوندۍ بڼه پر مخ وړه
لکه څنکه چې په دې یو نیم کال کې چا دماد خپرونې پیل ته کومه سر فلمي چې دهرې خپرونې پیل اعلانوي او د هغې ویاند،لیکونکی او ترتیبونکی په کې معرفي کیږي جوړه نه کړه او دا یو نیم کال نن په سبا سو نو ځکه باید
ووایم چې ددې مجلې چارې ما یوازې پر مخ وړﺉ ۰
ددې پروګرام څخه دتاسي ګوښه کیدو علت څه ؤ ؟
د پیام افغان تلویزون نه د ماد ګوښه کیدلو دلیل ددې تلویزیون د مسؤلینواو ځینو غړو تشبث او مطلق سانسورؤ۰ ځکه د آقای عارف عباسي په وینا چې په خپله ددې تلویزیون دغړو نه یو ده او احوالونه یی وړل راوړل ۰ دما
پروګرام له سیاسي لحاظه ددوی له پروګرامونو سره په ټکر کې ؤ۰ مګر کله چې له آقای عباسي نه وپوښتل سول چې په کومو برخو کې د ما پروګرام د دوی له پروګرامونویعنې د خطاب صیب او آقای عباسي له پروګرام سره په ټکر کې ده واضع ځواب تر لاسه نه سو۰
سربیره پر دې د تلویزون د مسؤلینو له خوا وار، وار له ما وغوښتل سول چې د ځینوپوهانواونوماندو سره خپلې .مرکې کنسل کړم ۰آقای عباسي یو لست راته بیان کړچې ځینې خلک ددې پروګرام له لارې لیدونکو ته معرفي کړم چې زه هغوی نه پیژنم۰باید ووایم چې دوی په پښتو ژبه هم نه پوهیدل نوځکه دما په خپرونې کې ستونزې منځ ته راتلې۰ دا یو خپلواک پروګرام ؤ ۰دنورو لاسوهنه سانسور او تشبث بلل کیږﺉ۰
ستاسي په اند که د تلویزیون ادارې تاسي اړ کړي واست نو ددې علت څه ؤ ؟
علت خو به هرومرو لري۰ ممکن د یوې کاسې لاندې کومه نیم کاسه وي او بشپړ جریان به یی هغو کسانو ته معلوم وي چې په (۱۸۰) درجه یی تغیرد جهت وکړ۰
ستاسي پروګرام په لیدونکو کې څومره محبوبیت درلود ؟
دا جوته ده چې دې خپرونې ډیرمینه وال درلودل . ځکه چې دنړۍ د ګوډ ، ګوډ نه د لیدونکو ډیر شمیر ایمیلونه او
تیلفونونه ددوی د محبت ښکارندوی او په خصوص دهغو کسانوډیر محبت چې د علم په ګاڼه سمبال دي اوله هیواد سره مینه لري . ځکه چې ددې خپرونې له لارې د مونږ د پوهانو نظرونه څرګندیدل او ددوی له پوهاوي نه د بیلو ،بیلو مسایلو په اړه هیوادوال برخمن اودوی ته په لوړه کچه بشپړاو په زړه پورې معلومات وړاندې کېدل۰
دتاسي پروګرام په کومو موضوعاتو ؤ ؟
په (تلویزوني مجله ) کې سربیره پرفرهنګي خبرونو چې په هغه کې دنویو چاپ شويو کتابونو، دفرهنګي ټولنو
فعالیتونو ، مشاعرو ، علمي غونډو او سیمینارونو او دهیواد د لرغونو آثارو په هکله معلوت ول ۰ په ځينوکتابونوتبصرې ، د هغو له لیکوالانو سره مرکې او دکتاب په مهمو برخو له هغوی څخه پوښتنې وﺉ۰ دنورو مرکو په هکله باید ووایم چې نورې مرکې په ټولنیز ، پوهنیز ،څیړونیز ،تاریخي،ادبي ،اقتصادي ،بشري حقوق،کمیاوي او بیالوژې وسلې ،ملت جوړونه ،ددیورند کرښه دتاریخي او سیاسي له لحاظه،د هیواد اونړۍ په هکله سیاسي څرګندونې،دپوهاند اشرف غني احمدزي کاري آجندا یا دهغه لس کلن پلان اوداسې نور. دپوهانداشرف غني احمدزي دمرکې په هکله با ید وویل سې چې دي یوازینی نوماند دی چې دهیواد راتلونکۍ ته یو بشپړ پلان لري امید دی چې زموږ هیوادوال دداسې عالم او صادق شخصیت په قدر پوه سي او دهغه ملاتړ وکړي ځکه له دوی نه ملاتړ دیو شخص خبره نه بلکې دا د ولس او هیوادخبره ده
څه سبب سو چې تاسي تلویزیون ته ولاړﺉ اودا پروګرامو جوړ کړﺉ ؟
منظور پښتو ته خدمت کول او هم د پښتنو تر منځ د افهام او تفهیم یوه لاره وي تر څو د دومره پریمانه دري ژبي خپرونو تر څنګ څه نا څه مونږ هم وسو کولۍ خپل آواز جګ کړو . ځکه په مورنۍ ژبه غږیدل د هر چا حق دی۰
آغليه عبدالرحیمزۍ! ستاسي په اند دا خو دحامدکرزي د کمپاین کوونکو له خوا کوم شوم نیت نه و ؟
د ښاغلي حامد کرزي له ورور ښاغلي احمد ولي کرزي سره د ښاغلي خطاب مرکه چې له هغې وروسته دپیام افغان تلویزون دنوروکیبلي تلویزیونوتر څنګ په کابل اوځینونوروسیمو کې په خپرونو پیل وکړ۰ کله چې ما د خپل په خپلواکه خپروني کې د ښاغلي کرزي په نا خلف معاونینو نیوکې وکړې ددې تلویزون کیبل په کابل کې دکرزي د پلویانو له خوا قطع سو . دا خبره دخطاب صاحب قاصد آقای عباسي هم دخپل په وروستني تیلفوني اړيکو کې ومنله .اوس مونږ وینو چې د ډاکوانو زور نه یوازې دننه په هیواد کې دی بلکې دوی دهیواد نه بهر هم قدرت لري۰( که یو نه سو نو حال به له دې هم بدترسي)۰