بسم الله الرحمن الرحيم
كله چي دافغانستان دمعاصروتاريخي دورو په لړ كي د((نوښت ، تمدن ، ژبنى پياوړ تيا ، ملي فرهنګ ، ملي ژبي او ملي خپلواكى ))په اړوند خبري كېږي افغانان پدې باوردي چي دملت په ټولو تاريخي پېرونو كي دو ى دخپلو ټولو يادو سوو نواموسو څخه دوس تربريده كوښښ كړي چي خپلي ملي وثيقې دهغوي ددرنښت او پايښت په مو خه ژوندى وساتي او دتاريخ له توروتمنويې را وباسي پدې اړ وند سره تر دې چي هره تاريخي دوره ځانته وياړني او ژغورني لري خو په تېرو دورو كي دنو رو دورو په پرتله دهوتكي دورې وېاړني بېلابېلو عرصو كي ديا دوني وړ دي چي دهوتكي دورې دمنظم ژوندانه ، دولتي استحكام او فرهنګي خوځښتونوبرميالي ډګر له يا ده نه وزي هغه پدې معني چي ددې دورې په ډېره نژدې ماضي كي كه له يوې خوا افغاني استقلال تر سوال لاندي وو چي كله كله به دمغلو او صفويانو تر نظامي بريدونو لاندي را تله په بل اړخ كي ور سره جوخت به دكلتوري ير غل ډېر نېرونګونه دلې پلي كېدل او دافغاني اصيل پښتني فرهنګ دله منځه وړلوجريان ته به يې لاره پرانستله ولي ددې دورې په را منځته كېدو سره دنورو فرهنګونو تر څنګ افغاني فرهنګ له ځانه سره دپام وړ لاسته را وړني در لودې چي يو په بله دهغوى څخه په در بار كي دتيت او پرك پښتني فر هنګ بيا يو ځاي والي اورسمي رنګ ور كول دي نه يوازي په هوتكي در بار كي پښتني قصېده سرايان وروزل ور سره تر څنګ دډېرو نايابو تېرو پښتني اثارو او دهغوي دناپېژندل سويو مؤلفينو او ليكوالانو را پېژندل دپټي خزاني په تاثيقي رواياتو سره را وړاندي سوي او تر ننه يې پښتني اصيل فرهنګ ته دپاته والي زمينه برابره كړېده ددې ټولګي مولف چي پخپله دده په ويناپه در بار كي كاتب الحروف يا فر هنګي سر غنه پاته سويدي دنوموړي كاتب الحروف او دپټي خزانې دمولف محمد هوتك پلار محمد داؤد ددې قول پر بنسټ يو اصيل كندهارى دي چي په ۱۰۲۹ هجري قمري كال دكندهار په كوهكران كي زوكړىدي ، په هغه وخت كي يوازي دهوتكي دورې كندهار ي ښاري استوګنان په كوهكران او زاړه ښاريا((پخوانۍ اسكندريه )) كي اوسېدل چي دموجوده اوسني احمد شاهي ښار يوازي داوسنۍ څلرمي ناحيې دباميزوكو څې پر چاپير چي دنوموړي دورې پر مهال داسيمه دنادر شاافشارمنشي محمود الحسيني په ده خواجه ياده كړې ده دسنځر خيلو كاكړو دحمزه زيو دقبيلې يو كورنې دلته استو ګنه وه او يوووړ مسجد يې در لود چي دوروسته داحمد شاهي دورې په لړكي تر يا دي سوي كورنۍ وروسته دسردار شاولي خان باميزي ، دقاضي عبدالصمد دكورنۍ مشر نيكه سيف الله اخنزاده او داستاد ناشناس دوى دكورنۍ لوي نيكه فيض الله اخنزاده كورنياني دلته استوګني سويدي پردې بنسټ چي د محمد داؤد دمحمد هو تك پلار هم كندهارى دي دنوموړي دزوكړي سنه كه موږ له سږنۍ قمري سنې سره واټن ور كړو نو څر ګندېږي چي محمد داؤد هوتك پوره څلور سوه كاله له نن څخه په كندهار كي زوكړي ياد دې تل وي
دوهمه خبره ددې مقالې پر هغه محور را چورلي چي دنوموړي دورې په لړ كي محمد هوتك بن داؤد د پټي خزانې په لړ كي چي دعلامه استاد عبدالحي حبيبي لخوا په كره او سوچه ډول خپره سوې له سږ څخه پوره شپږ سلني مخكي يې دتائيد او تنثيق ليكني دنورو پښتني او نړيوالو واقعبينو ليكوالانو تر څنګ په نسخ ليك دارواښاد مولنا عبدالاحد غريبك په قلم خاكه يې ډول ليكلې او نيمګړى كتاب يې اوس هم زما قرانمل سره خوندي دى له يو لړ معاصرو او كتابتي مهارت او وړ تياو په لړكي دهغې دوهم پړاووهغه اسلافواومېړنو ته ځانګړۍ كړي دي چي دنوموړي دورې په لړ كي په ، عقيدتي ،سياسي ، نظامي او فرهنګي خلګو كي مطرح كسان وه چي شمېره يې نژدې ( ۷۷ تنو ته رسېږي ) په مختصر ډول درانه استاد ارواښاد عبدالرؤف بېنوا پخپل اثر ( هو تكيان ) كي په لنډ ډول تعريف كړي دي • چي دپټي خزانې څخه په مستقيم روايت دوه يادرې كسان دبېلګي په توګه په لنډ ډول بيانوو :ـــ
1. دهو تكي دورې يو تن معاصر چي په پټه خزانه كي او نور پاته سوو تاريخي اثارو كي يې يادونه نده سوې يو تن ابو عبدالرزاق ابن عطاالله دي نوموړى دفردوسي شهنامه تر پنځو زرو په زياتوبيتونو كي ليكلې ده دنوموړي په لاس ليكله سوې شهنامه دليك تر څنګ زړه وړونكې ميناتوريانو هم لري چي اوس دافغانستان په ملي ارشيف كابل كي ساتله كېږي او ما له نن څخه دوې مياشتي مخكي ليدلې ده
2. ددې كسانو له جملې ريدي خان مومند دي چي په اړه يې دپټي خزاني مولف ليكي : ريدي خان زوي دغياث خان او دمسعود خان مومند لمسى دي چي په كلي دمومند يې نامه باله سي )) نوموړي دشهنشاه محمود په وياړ پښتو (( محمود نامه )) وويله چي دوه بيتونه يې دادۍ :
بل يحي خان وو بل يې زوي محمد خان
ټول سره يو سول چي كړي مړ ګورګين خان
يو نس كاكړ وكا ير غل پر ګور ګين
پښتنو جوړ كړ پر ګرجيانو ناورين
3. بابو جان بابى
نوموړي دهو تكي دورې معاصراودنوموړي دورې په رسمي جاروكي يومطرح كس وو چي په اړ وند يې محمد هوتك ليكي (( بابوجان بابى دمياجي صاحب شاګرد او مريد و او په سنه (۱۱۲۹) هجري يې په مثنوي د((شها او ګلان)) قصه نظم كړه
4. ددوۍ په لړ كي يو دكاكړو دسنټيا قبيلې پانيزى ميا عبدالحكيم (رحمت الله عليه ) دى چي په ناناصاحب سره شهرت لري نوموړى چي په هوتكي دوره كي دكندهار زاړه ښارپه دننه دنارنج كلا ته څېرمه په جنوب اړخ كي يو خانقا در لوده چي دنقشبنديې طريقې موريدان په كښي استېدل ناناصاحب چي ددې در بارپه لړ كي ديوه رو حاني مقتداپه توګه يې دتصوفو مخكښي پر غاړه لرله په زر ګونو مورېدان لرل چي همدلته دزاړه ښار په دننه او دنارنج مانۍ ته څېرمه به يې له نوموړي نانا صاحب څخه دتصوفو او رو حانيت درس اخيسته ولي پر دې اساس چي صاحب الحال خلګ دنورو انسانانو غوندي دنفسي غوښتنو تر تاثيرانو لاندي كم را ځي ځكه نو هغوي ته ځاي او مهال مطرح نه وي چيري چي يې زړه غواړي هماتله استوګنه لري ميا عبدالحكيم رحمت الله عليه هم له دې سيمي څخه تلو چټياليۍ ته كوچ كړى ، ځيني خلګ پدې باور دي چي په نوموړي پوري اړوند دزر ګونو مريدانو نفوس او په هغوۍ كي دنوموړي نفوذ ددې لامل وو چي دميرو يس خان نيكه زوي شاحسين هوتك دهغه څخه اقتدار دنيولو په عرض اړخ په هوا وو ځكه يې نو هغه دې ته اړيست چي سيمه پرېږدي • په دې اړوند تر هغه زمان وروسته ځيني شعراؤ شعرونه وويل چي يويې دساري په ډول دا دى :
ميا صاحب چي وايست شاحسين لدې ښاره
غرقه يې پاچهي سوه دوليانوله ګفتاره
ولي كله چي موږ دپټي خزانې متن ته ګورو هلته دا خبره واقعيت نه مومي هغه پدې معني چي پخپله دنوموړي خزانې مؤلف محمد هو تك ليكي :ـــــ
(( ميا عبدالحكيم قدس سره العزيز كه څه هم په اصل دكندهار ښار ساكن دى مګر په مياشتو ورك وي له كوره او سياحت كا او په حضور دبزرګانو ((دطريقت دمرشدانو)) حاضريږي او په ګوښو كي په عبادت بوخت وي ))• په كندهار كي دنانا صاحب داستوګني وخت اروا ښاد استاد بېنوا له ((۱۱۴۰ تر ۱۱۵۰ )) تخمين كړيدي •
دنانا صاحب مر حوم ديوه مريد په قصيده كي چي نوموړي دمخمس نوم ور كړي او دمو حرم مو لنا غريبك اثر (( خطوط واقلام اعلي متقدمين ) كي يې يوه برخه خپره سوي ده دا سي ليكي
(( چونكه مهجور از وطن شدپير كامل كاكري
در فرافش ريشه كن شد كشنه درختان بري
سره تر دې چي ميا عبدالحكيم صاحب ددې سيمي څخه كو چيدلې بيا هم دنوموړي ځاي ناستونقشبنديې طرېقې لړۍ نده پرېكړې او دده پاته موريدان او خليفه ګان پاته سوي دي دناناصاحب دخليف ګانو ياد ونه موږ له يادي سوي قصيدې څخه كو لاي سو
سه خليفه ماند نورين وحميد ذاكري
ګفنت نور ونورزي بيزارم او چشم سري
ددې قصيدې په لړ كي دهغه دنورو مورېدانو داو خليفه ګانو يا دونه نوره هم سوې خو پر دې بنسټ چي ددې مقالې ليكنه مختصره سي ځكه نو پر لاندي څلورو خليفه ګانو باندي خبره كوو
الف : نورين ــــ له نورينو مراد يو ميا نور محمد نورزي دي چي دكندهار ښار جنوب پلو ته په ماله جات كي دده باغ فرقې ته څيرمه يې زيارت دي دنوموړي زيارت څخه ما څو ځلي ليدنه كړي چي وروستنۍ ليدنه مي له سږ څخه لس كاله پخواهغه وخت كړې چي دكندهار ديوه صوفي ژوندي شاعر حاجي بهاؤ الدين الهام ، استاد حاجي احمد صميم، قاري محمد طاهر ناتوان ، استاد نثار احمد ، ډاكتر عبدالواحد منيب راسره او دهغه په زيارت كي مو يوه صوفيانه مشاعره وكړه چي ثبت كست يې اوس هم په غريبك كتابتون كي قرار لري دنوموړي ميا نور محمد نور زي وقبر ته دوختنو را پدې دې خوا يوه مناره مو جوده وه چي درواني شلمي پېړۍ په شپږمه لسيزه كي دشوروي ير غل پر مهال دماله جات په لويه قوه كي دذاكر شريف له غونډي څخه دزريدار په مرمۍ وويشتل او نړول سول
ب : له نورينو څخه دوهم نور ميانور محمد داوي چي دكندهار ښار په شرقي پلو كي ډامبر پر غاړه دمانجې سيمي ته څېرمه پروت زيارت لري نوموړي هم دنانا صاحب دمخلصانوڅخه دي دنوموړي پر مزار مخكي يوه پخوانۍ تاريخي وداني ودانه وه چي په مو جوده وختونو كي دنوموړي دكورنۍ پاتو كسانو څخه دافغانستان ديوه ديني ، فرهنګي شخصيت ارواښاد عبدالهادي زوي انجنير عبدالغفارداوي لخوا د۱۳۷۷ لمريز كال دجدي پر ۴نېټه په نوي او اساسي ډول ورغول سوه دنوموړي ميا نور محمد داوي دمړيني نېټه ما قرانمل هغه وخت له ځانه سره ثبت كړې چي په زابل ولايت كي وسږنۍ بادام ګل مشاعري ته پر لاره ددې يادښت اخيستني پر مهال ځوان شاعر عبدالقيوم مينوال ، او ځوان شــــــــــــــــــــاعر خليل احمد څارن را سره مله وه دنوموړي دمړيني يې وقبر سر ته پر ولاړه شنخته دا سي ليكلې ده (( وفات مر حوم ملا نور محمد اخند داوي ولد شهاب الدين في سنه (۱۲۰۷) ق م
ج: حميد ذاكري :
عبدالحميد ذاكري دكندهار ښار جنوب شرق پلو ته په لس كلو مترۍ كي دذاكر شريف په كلي كي دصاحبزاده خيلو هوتكو دهديرې په ماجر كي پروت دى ددې قصيدي له ليكو ښكاري چي تر نورينو وروسته يې ددنقشبنديې طريقې دخلافت چاري تر غاړه وې
د رخصت سوو اسلافو په باره كي ددې كورنۍ ځوانمرګ شاعر عبيدالله ځګر خون يو ه وېرنه لري چي ددې كورنۍ ډېر نيكه ګان يې په كښي ياد كړي دي
د: سليمان اخنزاده :
دهوتكي دورې دپاي په وختونو او داحمد شاهي دورې په ټوله دوره كي يو بل كس سليمان اخنزاده دى چي په تاريخي رواياتو كي داستاد كل بلاد احمد شاهي په نوم ياد سوي سره تر دې چي لاس نيوي يې په نقشبنديه طريقه كي دميا عبدالحكيم (رح) له ښاخ سره كړي دنورواړو طرېقو( قادريې ، چشتيې ) خليفه توب يې هم در لودلى دي چي دخليفه توب اثار يې داحمد شاهي او تېمورشاي دورو په لړ كي د نستعليق ليك دخطاط مرزا ګل محمد زمينداوري په لاس نسخ او نستعليق ليك زما قرانمل سره په كورنې خطي موزيم كي ساتله كېږي
5. دهو تكي دورې بل كس ميا شېر محمد ولي دميا عبدالحكيم رحمت الله عليه ورور دي چي نوموړي په هغه دوره كي دكندهار استو ګن دي كله ميا عبدالحيم رحمت الله عليه له كندهار كو چېدلى نوموړى له هغه سره ندى تللى بل كه دلې په كندهار پاته سوې دنوموړي مقبره دخيبري غونډۍ ته څيرمه پروت دي دنوموړي له اولادې اوس هم ملا عبدالرحمن او دهغه زوى حضرت شاه دي چي په ده مراسي كي اوسي
په ادب او درنښت
حاجي نوراحمد ((قرانمل ))
۱۳۸۸ لمريز كال دغبرګولي ۳۰ نېټه
داليكنه كوم دبابو جان او محمد داؤد هوتك دسيمينارونو په اړه ليكل سوې .