کور / راپور / په هند كې د پښتني اثارو په اړه ځانګړې مركه

په هند كې د پښتني اثارو په اړه ځانګړې مركه


عبدالودود پښتونځار
abdul_wadood68@yahoo.com

په دې وروستيو كې ډېرتكړه  ليكوال،لرغون پېژندوى  او اوس مهال د اطلاعات او كلتور وزارت سلاكار ښاغلي مطيع الله اباسين د پښتني اثارو د څېړنې لپاره هندوستان ته تللى ؤ او هلته يې د خپلو نيكونو دخورو ورو اثارو د خاپونو لټه كوله. دهمدې لپاره مو له نوموړي سره مركه كړې چې دادى ستاسو حضور ته يې وړاندې كوو:

عبدالودود پښتونځار: ډېرښاغلی اباسين صيب تاسوپه دې وروستيو کې دپښتني  اثارو د څېړنې لپاره  هندوستان ته تللي واست،که د دې سفر په اړه  درنو لوستوالو ته مالومات ورکړئ ؟

مطيع الله اباسين : دادنږدې يوكال خبره ده،د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  او په ځانګړې توګه ښاغلي خرم له ماوغوښتل چې په هند كې دافغاني اثارو دڅېړنې اوسروې لپاره يوه طرحه چمتو كړم  ځكه چې تردې وړاندې هم مادافغانستان دتاريخي اثارودمستقيمې څېړنې يواوږد مستند فلمي اوانځوريز البوم راغونډ كړى ؤ. په رسمياتو كې ځنډ راغى تر يوې كچې د بهرنيو چارو وزارت هندوستان ته زمونږ دسفراسانتيا نشوه برابرولاى اوله بله اړخه د هندوستان داركيالوژۍ ادارې او په كابل كې دهند سفارت په رسمي بلنه كې ستونزې درلودې. بالاخره د روان كال (۱۳۸۸) دغويي پرپنځمه  له افغانستان څخه ډيلي ته ولاړم او هلته درانه استاد پروفيسرخالق رشيد چې خورا اوږده كلونه يې  په هندوستان كې د افغانانو د وياړ شمله او چته ساتلې او ستر چوپړ يې وهلى ، له موږ سره پدې پروژه كې برخه واخسته.مالي او تخنيكي اسانتياوې يې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت چمتوكړې وې.

عبدالودود پښتونځار: تاسو د پروژې خبره  وكړه دا به خامخا برخې لري او څه  ډول پروژه ؟

مطيع الله اباسين : موږ په افغاني تاريخي اثارو او فوكلور څېړنې كوو ، لس مستند او ډاكمنټري فلمونه موپرې چمتوكړل ، بله برخه  دتاريخي ماڼيو او اثارو انځوريز البوم دى او درېيمه برخه ددغه اثارو سروې اوكتنه ده چې كله بشپړه شي، ټولې برخې يې وپېژندل شي نوپېژندپاڼې ( لارښود ) به يې تياروو او د هند اركيالوژۍ په موافقه به لوحې ورته  دروو. دا مهال مو يو البوم ، لس مستند فلمونه او يولارښود كتاب چمتو كړ ي چې دډيلي ، پنجاب اواريانا ولايتونو اثار پكې رانغښتل شوي دي .

عبدالودود پښتونځار : دغه څېړنې د راتلونکي نسل لپاره څومره  ګټورې بولئ ؟

مطيع الله اباسين : يوه هندي پښتون څېړونكي  ثناالله خان لالا راته ويل (( د هندوستان او افغانستان دوګړو رابطه ددوو وروڼو رابطه ده چې يوې ډلې يې دلته نى شكرې خوړې او بله ډله يې ها خوا په غرونو كې مېشت شول ، دوى به تل هڅه كوله ، خپل فطري روابط وساتي ))  د لالا دغه خبره ډېره ژوره ده ، دافغانانو او هندوانو شانداره تاريخ تعريفوي . دلته چې هره ماڼۍ ده ، كه دربار ،جومات يامزار، ان  ددوى شخصي كورونه او ژوند زموږ او هنديانو د تاريخ ستر شراكت ښيي.او دغه تاريخ ترنوي نسل پورې رسول پكاردي. كتابونه زيات وليكل شول ، څېړنې  وشوې ، خو دوخت په تېريدو زيات تغيرات هم راغلل ، موږ د هندوستان يو مستند انځور راوړ چې افغانان پكې له شان،دبدبې اوهنرونو سره ولاړدي،دادراتلونكي نسل لپاره دنيكونو يادګارونه دي چې ورو ورو له موږه لېرې به، له بده مرغه څه د عصري ژوند نقشه اوڅه هم طبيعي افات هغه له منځه يوسي.خو دافلمونه به په يوه واړه آرشيف كې ددوى د ژوند نښې تر زمانو زمانو خوندي وساتي.

عبدالودود پښتونځار: افغانان بيا پښتانه خو له ډېر وخت نه له هندوانو سره اړيکي لري  ان  دا هم ويل كيږي چې په خپله د(هندو) كلمه هم دپښتو ژبې ده. په هر حال   د دواړو ډلو اړيکي له هغه وخت نه پيل کیږي چې هندوان او پښتانه کابوله ۲۵۰۰ مخزيږدي نه وړاندې د منځنۍ اسیاله وښياڼونه نه د اټكلي وګړنۍ ډلې(هندو اروپايي) نه سره جنوب لور ته راوکو چېدل. همداشان ځيني تاريخپوهان خو پښتانه له هغو خلكو سره  هم تړي چې په هندوستان كې د اريايانو له راتګ نه وړاندې اوسېدل او (دراوړيان يا ډرېويډينز)يې بولي.په هر صورت له هندوستان سره دپښتنو اړيكي ډير پخواني دي. كه تاسو راته وواياست چې  په دغه سفر کې مودكومو دورو  د اثارو لټون كړيدي؟

مطيع الله اباسين : يوه خوا ددوه نيم زره كلنو روابطو خبره ده چې بايد د فوكلور په اډانه كې راټول كړل شي خوتر دې زيات په هند كې د افغاني واكمنو ددرې سوه كلنې واكمنۍ تاريخ ته پام پكاردى.كومې لرغونې نښې چې په هند كې روغې پاتې دي يا تر يوه حده د څېړنو جوګه دي هغه  په هندوستان باندې دبېلا بېلو افغاني واكمنو داقتدار نښې او پاتې شوني دي، چې  د معمارۍ هنر ، د ژوند ډول ، واك او ځواك يې پكې موندل كېږي . دم ګړۍ موږ په همدې برخه كاركوو . چې غلجيان ، لوديان او سوريان يې لويې واكمنې كورنۍ وې او د هندوستان د تورېزم  هسته جوړوي .

عبدالودود پښتونځار: پښتنو خو د هندوستان پر بېلابېلو سیمو په بېلا بېلو دورو کې واکمنۍ کړیدي نو تاسو کومو ، کومو سیمو ته ولاړى او کوم پښتني اثار مو وليدل ؟

مطيع الله اباسين : ټوله پروژه د ټول هندوستان لپاره ده ، خو درې پړاوونه لري ، اوله برخه يې تقريبا بشپړه شوه . موږ  په ډيلي،اريانا( چې هنديان هريانه ورته وايي) او پنجاب ولايتونو كې  څېړنې وكړې.په ډيلي كې د غلجيانو، تره كيو او تغلق شاهانو اثار دي لكه قطب منار، قوت الاسلام جومات او مدرسه چې داوه ويشتو مندرونو پرځاى ودان شوي، الايي دروازه ، دعلاوالدين غلجي اوالتتمش مقبرې اولايي منار. بله برخه لودي ګارډن دى چې بړا ګومبزه، جومات مېلمستون ،شېش ګومبد او د سلطان سكندر مقبره پكې راځي ، په ډيلي كې خواره واره د غلجيو، لوديانو اوتغلق شاهانو جوماتونه اوماڼۍ. د ميابهوه ، عيسى خان نيازي، او نوروجنرالانو قبرونه ، پرانه كلا او شېرمنډل چې دنامتو شېرشاه سوري له نامه سره تړلي ، دډيلي جامع جومات ، دسري كلا ( هغه چې دډيلي لومړنۍ لويه كلا ورته وايي اوعلاوالدين غلجي په ۱۳۰۳ م كال ودانه كړه  ) حوض خاص . داټول په ډيلي كې وو . په اريانا ولايت كې دپاني پت ډګر( هلته چې د ستراحمدشاه بابا لښكرو دوه لكه مرهټيان ووژل ) ، كابل بڼ ، د سلطان ابراهيم لودي مزار ، د بوعليشا قلندر مزار . په پنجاب كې دسرهندي صيب زيارت ، د شازمان    او اميريعقوب خان قبرونه ، د مليركوټلې نوابۍ اوداسې نور . داټول هغه ځايونه وو چې زمونږ په څېړنو كې رانغښتل شوي دي . البته  په يادوشوو سيموكې به ډېر داسې افغاني اثاروي چې زموږ له څېړنو پاتې شوي هم وي  خوتر ډېره موهڅه كړې چې پروژه نيمګړې نشي . دويم او دريم پړاو به په ټول هندوستان كې افغاني اثار او پښتنى فوكلور راونغاړي خو كه وخت ياري وكړي او دولت يې مالي او تخنيكي ملاتړ وكړي . طرحه پدې ډول ده چې په هندوستان كې هېڅ لرغونى يادګار له رامپور تربهوپاله له سروې او څېړنو ګوښى پاتې نشي .

عبدالودود پښتونځار:  لکه څنګه چې هندوستان کې دپښتنوپه ګډون  مغولو،تركانو،انګرېزانواو ځينو نورو هم واکمنۍ کړیدي او هغوی هم دغلته خپل خاپونه او اثارپرې ايښي. تاسو د پښتنو او نورو توكمونو د اثارو ترمنځ د ساتنې يا preservation په لحاظ کوم توپير محسوس كړ ؟

مطيع الله اباسين : زه دمغول همايون مقبرې ته  لاړم  اغاخان فونډېشن  كټ مټ لكه په افغانستان كې دتاريخي اثارو دبيارغونې سليقوي چلند كاوه . د همايون مقبره د معمارۍ كوم نامتو هنر نلري خو يادشوي فونډېشن داسې مجلله كړې وه چې د مصنوعي بوټو په زړه كې يې رنګونو بيخي زړه ووړ . ورڅېرمه دعيسى خان نيازي مقبره ده دا دلوديانو دوخت يو نوميالى جنرال دى دده ډول ډوله مزار او جومات بې ساري  هنري جوړښت لري  نه يوازې په هندوستان بلكې په نړۍ كې دا سټايل معماري نه  ثاني  لري او نه چا تعقيب كړې ده . خو له ټول هنري ظرافت سره اوس يې دروازه او تيركشونه راپرېوتي وو. جالبه داده چې په همدې يوه بڼ كې ما ګڼ بهرني او كورني سيلانيان ليدل چې ټول د عيسى خان د مزار نندارې ته ورمات وو او د همايون په مقبره كې ددريو  څلورو په شمېر ول . د هندوستان دلرغونو اثارو دساتنې اداره هم خپل انتخاب لري ، اوس دپاتې افغاني اثارو بيارغونې خواره واره كارونه روان وو خو په وړاندې مهال كې ډېره زياته بېغوري شوې ده . په تېرو پنځوسو كلونو كې يوازې دډيلي په ښار كې درې زره پټان سټايل ودانۍ نړول شوې او له موادو يې دعصري ډيلي په ابادى كې كاراخستل شوى دى . كله چې تاسو دنګ قطب منار يا لودي ګارډن او پورانه كلا ګورى نو به تصور وكړى چې هنديانو څومره غټه هستي له لاسه وركړې ده . دغه ښاري نقشه ډېره عجولانه پلې شوې . ما داسې ماڼۍ هم وليدې چې ديوالونه يې پخواني وو ، خو ددننه يې هنديانو كورونه اباد كړي وو.

عبدالودود پښتونځار: د پښتنواثارواو پښتنو واکمنانو په اړه په هندوستان کې اوس څه تاثر موجود دى او کله چې تاسو له خلکو سره ليدل او هغوی ته مو ويل چې تاسو د افغانانو په ميراث پسې ورغلي ياست، هغو څه ډول احساس كاواو څه غبرګون يې ښود ؟

مطيع الله اباسين : ستا پوښتنه ماته دډاكتر خالق رشيد خاطره رايادوي ، ده ويل (( زه له يو فرانسوي سياح سره مخ شوم  هغه د هندوستان له سفرنه ډېر متاثرو ماته يې ويل هندوستان له اسلامي معمارۍ پرته هېڅ نلري اواسلامي معماري يې ټوله دافغانانو په لاس بنا او سرته رسېدلې ده )) . هندوستان هم لكله ديونان مصر اوعراق په څېر دتوريزم له اړخه زيات عوايد ترلاسه كوي  د دوبي په سرو ګرميو كې د ټكټونو غرفو ته دبهرنيو اوكورنيو سيلانيانوګڼ كتارونه ولاړ وو . دوى به يوازې د قطب منار ، لودي ودانيو او سوري معمارۍ سيل كاوه . ما يو بهرنى ونه ليد چې انډيا ګېټ ته لاړشي .

هنديان پوهېږي چې  ددوى تاريخي حيثيت په هغو كلونو پورې تړلى چې افغانان غلجيان ، تره كي ، لوديان او سوريان يې دواك په ګدۍ ناست وو او دوى ته يې يو ودان او دطلايي مرغۍ په شان نامتو هندوستان په ميراث پرايښى دى .

عبدالودود پښتونځار: که له فزيکي اثارو نه د ژبې اړخ ته راشو ايا تاسو اوس هم دغلته داسې  هندوستانیان ولیدل چې  پښتو يې زده وه او يامو د داسې خلکو لټون وکړ او که نه ؟ ځكه له دې وړاندې چې (صفيه حليم) خور كوم كتاب په هندوستان كې  د پښتنو په اړه ليكلى له هغې ښكاري چې دپښتنو معنوي خاپونه لا هم دغلته  ژوندي دي ؟

مطيع الله اباسين : پښتانه خورا زيات دي خوپښتو ژبي ندي ، دوى اوس په هغه ټولنه كې اخښل شوي دي . البته شعوري پښتانه شته،  هره سيمه ليكوال لري ،ايډيال خلك لري او د هندوستان په پښتنو كې هم دغه روحيه ډېره پياوړې ده . په هندوستان كې هغه نوابۍ خورا مشهورې دي چې پښتانه نوابان يې لرل . په ډيلي كې موږ د پښتنو احصايه  په اسانۍ نشو ټاكلى خو كله چې ولايتونو ته ځو اټكل كولاى شو . د بېلګې په توګه : په پنجاب او اريانا ولايتونو كې پښتانه مشخصي سيمې لري، په پښتو نه پوهېږي خو وياړي چې پټان دي. ما له دوى سره مركې وكړې ، د لارښود په توګه يې له موږ سره مرستې كړې دي . د مليركوټلې نوابان ډېر مشهور دي، ددوى يوه وروستۍ وارثه مېرمن چې اټكل نوي كلنه به وه لاهم ژوندۍ وه . نواب شېرمحمدخان ډېر مشهور دى ، موږ دده دربار ته ورغلو، لا يې د شېش محل دديوالونو نښې وې . كله چې اورنګ زيب په سرهند كې د ګورو دوه زامن ونيول ، نواب شېرمحمد خان احتجاج وكړ چې كه يې ووژني نو دى به د اورنګ زيب په وړاندې قد اعلم وكړي . له همدې كبله وو چې سكان دمليركوټلې مېشت پښتنو ته تراوسه درناوى لري  او د الف مجدد په زيارت ګلان شيندي. ترننه هلته پښتانه او سكان ګډ اوسېږي. دا ډېره مشهوره او په زړه پورې نوابي ده . دغسې څه په اريانا كې هم وو . بهوپال ، اګره ، كشمير او نورې ډېرې سيمې دي چې پښتانه پكې خورا زيات دي خو لاهلته زموږ كارونه ندي پيل شوي.

عبدالودود پښتونځار: دا خومالومه خبره ده چې په هندوستان کې د خپلو نيکونو د واکمنيو پر مهال ډېری پښتانه مېشت شول. په ځانګړې توګه د لوديانو په واكمنۍ كې له روه (پښتونخوا) نه ډېرپښتانه هلته ولاړل. او له دې وړاندې دسلطان محمود لښكر او په تېره غوريان خو پښتانه  ول، له هغوسره هم ډېر هلته مېشت شول. لكه د غزنوي له دورې ځينې لنډۍ هم راپاته دي، چې داسې ترې ښكاري چې ددغه تورك پادشاه كابو ټول لښكر پښتون وو.لكه دا ټپه ( دخالو لښكرې راغلې، زه به ګومل ته دخپل يار ديدن له ځمه). وايي چې خالو د محمود غزنوي ديوه لښكر پښتون مشر و او يا دا ټپه( تركو نامردو داسې ودانګل له نام او ننګه_ يوزه پښتون وم چې په دژ د سومنات وختم). مطلب مې دادى چې تاسو تا بیا لرى چې دغلته د خپلو پښتنو وروڼو په نسلونو او بچيو پسې هم لټه وكړى او دهغو كلتور او فوكلور هم خوندي كړى ؟

مطيع الله اباسين : په هند كې دپښتنو په ژوند اوژواك څېړنې دافغانستان  د تاريخ يوه غټه برخه تكميلوي ، پدې هكله ډېر كتابونه ليكل شوي دي خو دا كفايت نه كوي . دا د هندوستان د خاورې كشش ووايم كه طبيعت دى چې هر پښتون ورشي زړه پرې بايلي . سترخوشال خټك هم يو وخت ډيلي ته لاړ او پرې مين شو ، د خوشال بابا ډيلي ته ډالۍ شوې قصيده ډېره مشهوره ده :

دډيلي دښهر څه شان اوشوكت دى _ لور په لوريې ښكلى ښكلى عمارت دى ما وړاندې ديوې سترې څېړنيزې پروژې خبره وكړه كه وخت ياري وكړي او دافغانستان داطلاعاتو او فرهنګ چارواكي خپلو كړو ژمنو ته ژمن پاتې شي ، نو زه  په ډېره لېوالتيا ددغه ستر رسالت ترسره كولو ته چمتو يم . البته كه هرڅوك پدغه پروژه كاركوي دنوميالي څېړونكي استاد خالق رشيد له مرستې پرته او له سترو مالي امكاناتو پرته به ناممكن وي خو زه هيله لرم چې دفرهنګ مينه وال به ددې لويو ملي دندو ملاتړ وكړي .

عبدالودود پښتونځار: له تاسو نه ډېره مننه چې په هندوستان كې مو د خپلو نيكونو د وياړلي تېرمهال په اړه مركه راسره وكړه.سرلوړي  اوسئ!

مطيع الله اباسين : له تاسو هم مننه