په خانشين کي د هلمند د والي ، امينه قومندا ، د ملي اردو د مشر لخوا د افغانستان ملي بيرغ د خانشين پر مځکه ورپول سوو
دملي اوردو ددريمي ليوا قوماندان جنرال محي الدين غوري په داسي حال کي چي راغلو کسانوته يي دهيواد ملي بيرغ دپورته کيدو پرمهال اشاره کوله وويل ،نور سر ورکو خو خانشين بيا نه پريږدو
غوري وايي
زمونږ دراتګ موخه تاسو سره مرسته کول دى ترڅو چي دلته اوسو، زمونږ يوازنى، هدف تاسو ته دامنيت راوستل دي
غوري پروسلوالو مخالفينو ږ غ وکړ چي د دولت او زمونږ غيږه تاسو ته دسولي په خاطر خلاصه ده
دخانشين خلګ چي ډيره صحرايي او غريبه څيره لري د دولت په ورتګ هغه ولسوالي ته خوشاله دي ،
دهلمنددټاکنو دخپلواک کميسون له لوري په هغه ولسوالي کي دنوم ليکني يوه څانګه هم پرانستل سوه چي دلمړۍ ورځي په څو ساعتونو کي يي لسګونه کسانو نومونه وليکل
دهغه لوى ډلي په منځ کي چي دلښکرګاه له لوري دورغلي پلاوي هرکلي ته له کليو او بانډو نه راټول سوي وه زياتو کسانو ويل د دولت په ورتګ خوشاله دي خو دتيرو شپږ وکلونو راهسي يي په ويالو کي اوبه نه دي تللي چي په دي لړ کي يي کرهڼي ته زياته صدمه رسيدلې
دوي وايي له والي نه غواړو چي کلينک ،ښوونځي او ويالي ورته جوړي کړي
خانشين ولسوالي يوه له هغو ولسواليو نه ده چي دتيرو شپږو کلونو راهسي ددولت دوسلوالو مخالفينو په لاس کي وه ،په خانشين کي دامنيت ټنګول ځکه دخلګو له واکه وتلي خبره ده چي دپاکستان سرحد ته نږدي پرته سيمه ده کارپوهان وايي اړتيا ده چي په هغه ولسوالي کي د دولت او نړيوالو خورا قوي قومندې وجود ولري
خانشين ولسوالي چي دهلمند په جنوب کي دپاکستان سرحدته ډيره نږدي ده اکثريت اوسيدونکي په کي بلوڅان دي دهلمند والي محمد ګلاب منګل ورته ځکه نوى ولسوال بلوڅ مقرر کړ چي دوالي په خبره هر ټبر او قوم خپل مشکلات دخپل مخور په واسطه له دولت سره شريک کړي نو مي ځکه ورته دهمدې ولسوالي تکړه ځوان مسعود دولسوال په نوم راوستى
خانشين چي دريګونو دولسوالي په نوم هم مشهوره ده تر دي دمه دهرډول ټولينزو خدمتونونه بي برخي وه
خلګ يي ښوونځي ،لوى ويالي ،کلينک او دکرهڼي وده دخپل ښۀ راتلونکي تضمين بولي
ددې ولسوالي پرشاوخوا دامريکايي مرين او افغان ځواکونو بي شماره ځغروال دحرکت په دول ترسترګوکيږئ
چارواکي په سميه کي دکوم مالوم مقاومت شتون نه ويني وايي عمليات به دپاکستان ترسرحد ديشو ولسوالي پوري وغزوى او سرحد به نور وتړي چي سميي ته ددولت مخاليفين ور ننه نه وځي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه