د چين ولسمشر هوجن تاو په ناڅاپي توګه د جي ايټ يا اتو غټو صناعتي هيوادونو له غونډي ووتئ او د خپل هيواد پر لور ستون سو.
چيني مقامات وايي ولسمشر د جي ايټ غونډه په سينګيانګ ايالت کي د روانو اندېښمنو حالاتو په خاطر پرېښوده.
په دغه ايالت کي له څو ورځو راهيسي وضعيت کړکېچن دئ، مظاهرې رواني دي او له امله يې تر ١٥٠ زيات کسان وژل او تقريباً ١١٠٠ کسان ټپيان سوي دي.
د سينګيانګ ايالت د تشدد په دې پېښو کي اکثره قربانيان مسلمانان دي.
د سينګيانګ ايالت اوسېدونکي چي ډېرى يې مسلمانان دي له چين څخه د جلا کېدو او د يوه خپلواک هيواد د جوړېدو غوښتنه کوي.