د ويندوى دفتر او عامه اړيكو رياست
مطبوعاتي اعلاميه
۱۳۸۸د چنګاښ۱۸مه
د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ كې د نورو ملكي وګړو په ګډون د ښوونځيو يوشمير زده كونكي هم په خورا مظلوميت سره په شهادت رسيدلي دي.
د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ په قلعه شيخك سيمه كې نن سهار د چنګاښ په ۱۸مه د موټر بم په هغه چاودنه كې چې د مغل خيلو له مكتب سره په ۴۰۰ متره واټن كې وشوه، په ګڼ شمير نورو ملكي وګړو سربيره د ښوونځيو يو زيات شمير معصوم زده كونكي هم زخميان او شهيدان شوي دي.
انالله و انا اليه راجعون
د افغانستان اسلامي جموريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د پوهنې د دښمنانو، د دا ډول سفك ناكو كړنو په وړاندې كركه ځرګندوي، د دغې پيښې ټولو شهيدانو او په ځانګړې توګه د ښوونځيو دغو بې ګناه ماشومانو ته له لوي خدايه جنتونه غواړي، او د كورنيو پاتې غړو ته يې د زړه د صبر هيله كوي.
د پوهنې وزارت په لوګر كې د پوهنې رياست ته سپارښتنه كړې څو په دغه ولايت كې د عامې روغتيا له رياست سره په ګډه د ټپيانو په درملنه كې هر اړخيزه مرسته او همكاري وكړي، او د اړتيا په صورت كې ټپي زده كونكي كابل ته راوليږدوي.
د پوهنې وزارت په ټول هيواد كي له قومي مخورو، علماءكرامو او روحانيونو څخه غواړي څو د ښوونكو، زده كونكو، ښوونځيو، ديني مدارسو او تعليمي مركزو په ساتنه كې ورسره مرسته وكړي او په دې برخه كې خپل ملي مكلفيت اوديني رسالت ادا كړي.
په احترام
محمد آصف ننګ
د پوهنې وزارت د عامه اړيكو مشر او وياند