د لوګر امنيه قومندان غلام مصطفى محسني وايي د نن سهار د چاوني قربانيان ٢٥ تنو ته ورسېده.
دغه چاودنه د يوه ښوونځي مخته د ګڼي ګوڼي پر يوه ډک سړک د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالي کي سوې ده.
امنيه قومندان وايي چاودونکي توکي په يوه لارۍ موټر کي ايښودل سوي وو چي د سيمي څخه د پوليسو د ګزمې د تېرېدو پر مهال يې انفجار کړى دئ.
د لوګر د والي وياند دين محمددروېش وايي په دې پېښه کي څلور پوليس وژل سوي او پاتي ٢١ کسان يې ټول ملکي خلګ دي چي ډېرى يې د ياد سوي ښوونځي زدکوونکي دي.
په دې چاودنه کي چي تر اوسه يې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، ٣٠ تنه نور ټپيان سوي هم دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه