کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې د خپریدونکو ورخپاڼو د نننیو ګڼو زیاتره مطالب بیا هم د هیواد په جنوب کې روانو پوځي عملیاتو، انتخاباتو او د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکو ته ځانګړې شویدي.

په کابل کې زمونږ همکار ددغو ورځپاڼو غټ ټکي په لاندني مطلب کې راټول کړیدي.

ویسا:
دې  خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې شتو ستونزو ته په اشارې د برتانیې ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان لپاره د حل هیڅ یوه واحده لار نده موجود.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغه دا سپارښتنه راخستې، چې دوی یوازې د وخت په تیریدو او پړاو په پړاو په افغانستان کې بریالې کیدلې شي.

په ورځپاڼه کې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکو ته هم کتنه شوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو علت د افغانستان روانه وضعه ښودل شوې.

ورځپاڼې پخپله کې هغه تبلیغات څیړلي، چې د لويدیځ د رسنیو لخوا د افغان دولت د کړنو په اړه کیږي او لیکلي دي، چې دا تبلیغات ناسم دي.

انیس:
دې  دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انسجام او همکارۍ د بورډ پرونۍ غونډې ته په اشارې لیکلي دي، چې د بهرنیو متخصصینو د ګمارلو پیسې د خلکو له جیبه ورکولې کیږي. 

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې اکثره دغه متخصصین پخپل هیواد کې د پنځو زور افغانیو تنخوا هم نشي ترلاسه کولې خو په افغانستان کې زیات امتیازات او تنخواوې اخلي.

ورځپاڼې د خنجر د عملیاتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې طالبان د ناوې، ګرمسیر او خانشین له ولسوالیو څخه تښتیدلي دي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کاندیدانو روانو انتخاباتي مبارزو ته په اشارې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ په حواله لیکلي دي، چې د انتخاباتي کمپاینونو په نولسو ورځو کې پنځه اویا غړونې ثبت شویدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتیدو مسئله څیړلې او پوښتلي دي، چې ولې د نا امنیو د خوریدو خطر د داې کنډي او بامیانو په لور روان دې.

په ورځپاڼه کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې د انتخاباتو په درشل کې ځینې قاچاق وړونکې له بند نه خوشي شوي او دا مسئله کولې شي د انتخاباتو په بهیر ناوړه اغیزه ولري.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې د خنجر په عملیاتو کې شوي پرمختګونه څیړلي خو لیکلي دي، چې دغو عملیاتو طالبانو ته د پام وړ زیان ندې اړولې.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې طالبانو یا خو ځانونه له خپلو وسلو سره یو ځاې پټ کړي او یا هم د هلمند ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي، چې په راتلونکې کې خطرناک ثابتیدلې شي.

په ورځپاڼه کې په لوګر ولایت کې د یو کمپاین په مهال د نښتې خبر هم ورکړل شوې دې او لیکل شویدي، چې دا نښته د ولسمشر کرزي د پلویانو ترمنځ شوې ده.

اصلاح او هیواد:
دې  دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد هم پخپله سرمقاله کې د بهرنیو متخصصینو د امتیازاتو او تنخواو په اړه تبصره کړې او لیکلي دي، چې په تیرو کلونو کې ددوی لګښتونه له دوو میلیارډو ډالرو اوښتې وو.

خو اصلاح بیا د ایران په دولت دا انتقاد کړې دې، چې پر افغان کډوالو يې خپل فشارونه زیات کړیدي.

افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په انډونیزیا کې د یوې بیړۍ د ډوبیدو په پیښه کې د شاوخوا شپږ اتیاو افغانانو مړینې ته په اشارې لیکلي دي، چې غیر قانوني مهاجرتونه غمیزې زیږوي. 

ورځپاڼې د غیر قانوني مهاجرتونو یو اساسي علت په هیواد کې دننه د کار نشتوالې ښودلې او لیکلي دي، چې ځوانانو ته باید د کار زمینه برابره شي.