جدا یار رانه ګرځیږي ستا له لاسه
هره ورځ مروریږي ستا له لاسه
یو ځل نه دوه ځلې نه دي څو څو ځله
یار له مانه خپه کیږي ستا له لاسه
بې له یاره هیڅ طاقت کولای نه شم
غمجن زړه مي تل ژړیږي ستا له لاسه
هر یو تا لره ښیرا کړي اې رقیبه
مینان هر وخت خوریږي ستا له لاسه
زما میوند شینواري نور حوصله نه شته
مدام یار را نه بیلیږي ستا له لاسه