ته تخليق دکوم هُنروې ، چي شهکارخلګوبللې
فريشته او که بشروې ، چی بار بار خلګو بللې
يوسپېڅلی شان آيات وې د تلقين په موټ رساتلې
وهر زړه ته بر ا بر وې ، چي راز دار خلګو بللې
تا په غشو د اخلا قوتورديوان دنفرت مات کړل
د لمر ين عزم مظهر و ې چي سالار خلګو بللې
د مړ ژوا ند او لس دردو ته تل دهيلومسيحاوې
نا ست د زړونو پرممبر وې چي قرار خلګوبللې
تا د ژبي وهر رمزته يوه د ميني جا مه سکښته
د پښتو دُر او ګوهر وې ، چي سٍنګارخلګوبللې
ته د ميني ها وږمه وې چي راتلې به له ګلڅانګو
هم له د ښتي هم له غر و ې چي بهار خلګو بللې
چي لوېديځ ته دي پيام تل،د(خَولې ) او (هُنديې ) وړی
زموږ د زړو نو پيامبر وې چي رويبارخلګو بللې
هو ته روح د ( ثُر يا )وې ، هم ټپه د ( ملالۍ ) وې
د ( بلخي ر ا بيا ) اثر وې چي ا ېثا ر خلګو بللې
دخپل وخت (بي بي زينب ) وې (تورپېکۍ)دسپين بولدک هم
هم ( غا ز ي ا د ې ) لوګر وې چي ګُزارخلګوبللې
دباګرام ترُکي نن ژاړي دارواح په سترګو-سترګو
د ( رحمن ) د ګُلو کر و ې ، چي ګلزار خلګو بللې
که زاهد وُ ، که و ا عظ وُ ، که کوم پير دخلوتو نو
دوی بللې په کوثر و ې ، چي ا بشا رخلګو بللې
دوينا له هري څانګي د ي ، بلبلورا ز را آخيست
تل سمسو ر لکه نښتروې ، چي چينارخلګوبللې
د(پکتيا )دښتي دي وېاړي،(ښايسته) غوټۍ يې ګل کړې
( سعادت ) د لر ا و بر وې ، چي پيکارخلګو بللې
ځکه ته هم ډيورنډ شان يوه فرنګ رانه جُداکړې
زموږ وجود ز مو ږ ټبروې ، چي يو خارخلګوبللې
ددې تورزمان په غيږکي ،پښتونخوادرپسي ژاړي
تل يې ته د تسل لمر و ې ، چي سهارخلګوبللې
هيڅ ا نځوراوتمثيل نه وُ چي دي شعرکښي وای ورکړی
ملتيا ر ه ته خبر و ې ، چي نا چا ر خلګو بللې