کور / تازه خبرونه / شهلاعطاء: هيڅ كانديد ته نه تېرېږمه

شهلاعطاء: هيڅ كانديد ته نه تېرېږمه


راتلونكې ولسمشرۍ لپاره يوه خپلواكه نومانده شهلاعطا د چارشنبې په ورځ لر اوبرسره په يوه مركه كې وويل چې په راتلونكو ټولټاكنو كې له هيڅ يو نوماند سره به ائتلاف ونه كړم.

شهلاعطا زياته كړه چې د هر نوماند خوښه ده چې هر چاسره ائتلاف كوي او كه نه، خو زه د چاپه اړه څه نه شم ويلى او يواځې د خپل ځان مسوليت لرم.

شهلاعطا زياته كړه چې بريا او ناكامي په دې پروسه كې شته او زه هيڅ په دې فكر كې نه يم چې زه به ټولټاكنې ونه ګټم .

دا وايي د افغانستان خلك له ماسره دي د هغوى په خوښه مې ځان كانديد كړى دى.

شهلاعطا دغه څرګندوني پر داسي مهال لر او بر ته وکړې، چي پژواك اژانس د ولسمشرۍ د دفتر د وياند وحيدعمر له خولې ويلي وو، کېداى شي يو شمير كانديدان له ولسمشر كرزي سره په راتلونكې ټولټاكنو كې ائتلاف وكړي.