د برتانيې د دفاع وزارت په افغانستان کي په يوه اونۍ کي د اووم عسکر د وژل کېدو خبر ورکړ.
تر دې دمخه په افغانستان کي مېشتو د برتانوي عسکرو يوه وياند ويلي وو چي د شپږو ورځو په ترڅ کي يې د جولاى ترشپږمي، شپږ پوځي ملګري وژل سوي دي.
د برتانيې د دفاع وزارت له خوا يوه خپره سوې پاڼه وايي په روانه مياشت کي اووم سرتېرى يې پرون ناوخته د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالي کي د يوې چاودني له امله وژل سوئ دئ.
په افغانستان کي مېشت برتانوي عسکر چي ډېرى يې په هلمند کي مېشت دي له تېر يوه کال راهيسي د طالبانو له خورا ډېرو ماين چاودنو سره لاس او ګرېوان دي.