د کندز چارواکي وايي حکومت ضد وسله والو په دغه ز ولايت کي د يوې ساختماني کمپنۍ لس موټره سوځلي او دوه کارکوونکي ورسره تښتولي دي.
د کندز امنيه قومندان عبدالرزاق يعقوبي وايي دغه موټران تېره شپه هغه مهال سوځول سوي دي، چي وسله والو د لالاجان په نامه د سړک جوړوني پر يوه شرکت باندي حمله وکړه.
يعقوبي د دې حملې مسئوليت پر طالبانو باندي واچاوه او ويې ويل حکومت به ډېر ژر په سيمه کي د دوى ريښې وباسي.
بلي خواته د کندز والي انجينر محمدعمر وايي بريد کوونکو د دې کمپنۍ دوه کارکوونکي هم پر يوه نامعلوم لوري ورسره وړي دي.
د يادوني وړ ده چي دغي کمپنۍ د چاردرې ولسوالي او کندز ښار ترمنځ د سړک پر جوړولو باندي کار کاوه.