کور / تازه خبرونه / زرداري: پر درې کلني نجلۍ د جنسي تېري څېړنه وکړئ!

زرداري: پر درې کلني نجلۍ د جنسي تېري څېړنه وکړئ!

د پاکستان جمهور رئيس آصف زداري پر څارنوالانو امر کړئ چي په کراچي کي پر يوې درې کلني نجلۍ د پوليسو له خوا د جنسي تېري او قتل څېړنه وکړي.

آصف زرداري د سند له ايالتي حکومت څخه په دې باب په يوه ورځ کي د بشپړ راپور د تيارولو غوښتنه کړې ده.

د رواني اونۍ په سر کي دوو پاکستاني پوليسو په کراچي کي پر يوه درې کلني نجلۍ جنسي تېرى کړى او وروسته وژلې وه، چي د حکومت او پوليسو په وړاندي يې د کراچي د اوسېدونکو سخته کرکه او احساسات يې راوپارول.

آصف زرداري په خپل فرمان کي څارنوالانو ته امر کړئ چي له ډار او بېري پرته دغه قضيه وڅېړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.