کور / تازه خبرونه / هرات: پر يوه ځاى ٣٥ ودونه وسول

هرات: پر يوه ځاى ٣٥ ودونه وسول

 


د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کي د دوشنبې په ورځ پر يوه ځاى د ٣٥ ودونو مراسم ترسره سول. 


دغه ودونه د اسلامي شرعي نکاح مطابق پر يوه ځاى د هرات ښار د ودونو په يوه سالون کي د ١٥٠٠ مېلمنو په ګډون ترسره سوي دي.


له ٣٥ زمومانو څخه ٢٥ کلن محمدجواد د ققنوس آژانس ته ويلي له يوه کال راهيسي يې کوزده کړې وه، خو د واده کولو وس يې نه درلودئ.


د ډله ايزو ودونو دود له تېرو دوو کالو راهيسي په افغانستان کي رواج سوئ دئ، چي په مزار او هرات کي يې مثالونه ليدل سوي دي.


دغه دود د ډېرو افغانانو او په ځانګړي ډول هغو ځوانانو له هرکلي سره مخ سوئ دئ، چي پر ولور سربېره د واده د مراسمو دپاره د بېځايه لګښتونو وس نه لري.


د هرات په ولايت کي تېر کال هم پر يوه ځاى د ٥٠ ځوانانو او پېغلانو ترمنځ ودونه سوي وو.