کور / تازه خبرونه / خوست: بمي بريد يو تن مړ ٣٠ کسه ټپيان کړل

خوست: بمي بريد يو تن مړ ٣٠ کسه ټپيان کړل

د خوست په ولايت کي د ماين چاودني له امله يو تن مړ او نيژدې ٣٠ کسه ټپيان سول.


د خوست د سرحدي پوليسو يوه چارواکي شيرمحمد کوچي وويل د دوى پوليس په يوه بازار کي د توکو په رانيولو لګياوو چي يوه کس د لاسي بمونو بريد پر وکړ، يو ملکي کس يې مړ او د دوو پوليسو په ګډون يې نيژدې ٣٠ کسه ټپيان کړل.


د خوست د عامي روغتيا مرستيال ډاکټر ذبيح الله وايي روغتون ته د دې پېښي ٣٠ ټپيان ور وړل سوي دي.