د توري بوړي په نوم د طالبانو يو جنګي محاذ په ننګرهار ولايت کي د شپږو پوليسو د وژلو کېدو ادعا کوي.
د دې محاذ وياند قاري سجاد وايي د شيرزادو ولسوالي د مرکيخيلو په سيمه کي يې د دولتي پوليسو يو موټر په راکټ ويشتلى چي پکښي ناست شپږ پوليس يې وژلي دي.
نوموړى وايي تر دې حملې وروسته ايتلافي ځواکونو په سيمه کي بمباري شروع کړه او سيمي ته نور پوليس او خارجيان هم راورسېدل، چي يو ساعت مځکنۍ جګړه وموښته او په ترڅ کي يې درې امريکايان وژل سوي دي.
قاري سجاد په دې جګړه کي طالبانو ته اوښتى ځاني زيان رد نکړ، خو وايي د طالبانو د مرګ ژوبلي دقيقه اطلاع نه لري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه