کور / تازه خبرونه / برلين : څلور جرمني عسکر په ميډالو ونازول سول

برلين : څلور جرمني عسکر په ميډالو ونازول سول

د جرمني صدراعظمي انجيلا ډوروتیا میرکل په برلین کښي دمراسمو په ترڅ کښي چي د جرمني ددفاع وزیر هم ګډون کړئ وو؛ و څلورو جرمني عسکرو ته د زړه ورتيا په خاطر ميډالونو ور په غاړه کړل .

په جرمني کښي د دوهم نړيوال جنګ (World War II)* راهيسي دا لومړۍ ځل دئ چي د عسکرو ترمنځ توپير په ميډال سره ستايل کيږي. نوموړي عسکر د افغانستان په شمال کښي د يوه ځانمرګي برید څخه وروسته د هغوی د کړو -وړو له امله ونازول سول .

په ۲۰۰۸ ميلادي کال کښي جرمني د يوې لس کلني دورې څخه وروسته فیصله وکړه چي زړه ور عسکر باید په ميډال سره تشويق کړل سي، او د دفاع وزارت په راپورونو کښي لیکل سوي چي د جرمني لخوا داسی یوه کړنه د نړۍ دصلحي د ساتلو لپاره يو پر ځای کار دئ .


 

* دوهم نړيوال جنګ (World War II) : چي اخري تېر سوئ نړیوال جنګ دئ د ۱۹۳۹ میلادي کال څخه يې  تر ۱۹۴۵ میلادي کال پوري ادامه درلودله . په دې نړیوال جنګ کښي د ۵۰ څخه تر ۷۰ میلویونوپوري  وګړي له منځه ولاړل چي له هغو څخه یې ۵ میلیونه یهود، ۲۵ میلیونه عسکر او ۴۱ عام وګړي وه .