کور / تازه خبرونه / طالبان: د کندهار ځانمرګي ١٢ خارجي او ٤ افغان عسکر وژلي

طالبان: د کندهار ځانمرګي ١٢ خارجي او ٤ افغان عسکر وژلي

 

د کندهار چارواکي وايي په هغه بريد کي چي نن سهار د دغه ولايت د هوايي ډګر په خوله کي ترسره سو دوه کسه مړه او ١٦ کسه ټپيان سوي دي.خو د طالبانو يوه وياند بيا په دې بريد کي د ١٢ خارجيانو او څلور افغان عسکرو د وژني ادعا کړې ده.

رويټرز آژانس وايي دغه ځانمرګى بريد د يوه کرولا موټر په واسطه د هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کي ترسره سوئ چي ٢ کسه يې وژلي او ١٦ نور ټپيان کړي دي.

د کندهار ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمدځاځي تر پېښي وروسته خبريالانو ته ويلي وو چي د بريد له امله ١٦ کسان ټپيان سوي چي دوه يې د هوايي ډګر امنيتي پوځيان دي.

رويټرز آژانس په پاکستان کي د خپل خبريال له خولې د طالبانو د وياند په حواله خبر ورکوي چي د کندهار په ننني ځانمرګي بريد کي ١٢ بهرني پوځيان او څلور افغان عسکر وژل سوي دي، خو د قول اردو قومندان جنرال ځاځى بهرنيو پوځيانو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني.

د رويټرز آژانس د راپور له مخي دوه ووژل سوي کسان د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي لاريو موټروانان دي چي له بلوچستان څخه د کندهار هوايي ډګر ته د بهرنيو پوځيانو خوراکي او پوځي توکي راوړي.