د امريکا ولسمشر باراک اوباما د جون پر شپږمه په لومړي رسمي سفر د روسيې پلازمېني ماسکو ته ورسېد.
باراک اوباما به د خپل سفر په ترڅ کي د روسيې له ولسمشر ديميتري ميديوف او صدراعظم ولاديمير پوتين سره وګوري.
سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما به له روسي مقاماتو سره د افغانستان پر روان وضعيت او د اېران پر اټومي پروګرام باندي باندي هم وږغېږي.
نړيوالو سياسي تحليلګرانو روسيې ته د ولسمشر اوباما سفر تاريخي او ارزښتمن بللئ اوماسکو ته تر روانېدو دمخه د امريکا ولسمشر باراک اوباما خبريالانو ته ويلي وو چي له روسيې سره ښه او دوستانه اړيکى غواړي.
ولسمشر اوباما ويلي وو د امريکا او روسيې ډېري ګټي سره شريکي دي، له همدې امله دغه دواړه هيوادونه بايد له يو بل سره ښه تعلقات ولري.