نن سهار د کندهار په هوايي ډګر کي ځانمرګى بريد سوئ چي د چارواکو په وينا ١٤ کسان يې ژوبل کړي دي.
د کندهار د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمد ځاځى وايي د دوشنبې په سهار د هوايي ډګر په دروازه کي رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وينا ځانمرګي خپل موټر د دروازې په خوله کي په پوځي امنيتي پوسته کي وهلئ چي ١٤ کسان يې ژوبل کړل.
جنرال ځاځى وايي د ټپيانو له جملې څخه ١٢ تنه هغه ملکي کسان دي چي په هوايي ډګر کي بېلابېلي مزدورۍ کوي او هر سهار له کندهار ښار څخه ورته راځي او دوه پاته کسان افغان پوځيان دي.