سرې سترګې دې راوړه شرابي جانانه چیرته يې
وشینده رنګونه ګلابي جانانه چیرته يې
راغلم په طواف يې چې ګنا دبیلتون پریمینځم
وتوشه زلفان دې ثوابي جانانه چیرته يې
ما دمحبت الفبا له تا زده کړي ده
ډیر مې په زړه اورې کتابي جانانه چیرته يې
یوځل مې دحسن په پستو څپو کې ونغاړه
بیا مې په وروډوب کړه دریابي جانانه چیرته يې
غم ته مې مهیني دنغمو جامې ورواغونده
سوز پکې پیداکړه ربابي جانانه چیرته يې
راشه لپې ډکې له رڼا (حسن) ته ونیسه
تږی در پسې دی سرابي جانانه چیرته يې
ډاکتر