کور / شعر / غزل

غزل

مرګيه بيا راغلې پوهيږې لا بل هم وار سته
چي ستا خوښيږي هم هغه خلک ستا د کار سته


مچۍ راځي بورا راځي مګس هم بې پروا
دلته يو د ګلو او بل هم د قندو هار سته


ماليار په سوي لاس پيغلي کړې غوټۍ پر ايرو
سوی يې وجود دی خو په زړه کي يې بهار سته


مرګيه په کوڅو کي ډير لېوال لرې تنکي
د هري کونجي ستا و غيږي ته يوه لار سته


په بل ښار کي وي نرګس لاله صبا او وږمه
زموږ په بڼ کي پر هر ښاخ تل ولي فقط خار سته


سميع په فرياد تا ته په دعا دی په دې شپه
نور نه غواړم مرګی که په تحجد ستا دربار سته