کور / شعر / بلنه/الله راځه، پيره راااااااااااااااااځه

بلنه/الله راځه، پيره راااااااااااااااااځه


که ناست يې الله راپاڅيږه شابه
ولاړ يې الله  راخوځېږه شابه
روان يې ګوره مه درېږه شابه
راشه قسم دی رارسېږه شابه
الله راځـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
پيره رااااااااااااااااځــه


پيره راځه، راشه چې دمه وکړو
د منډو ترړو چاره سمه وکړو
چې په رښتيا کوترې بېرته راشي
چې خړ وطن سمسور په ما او تا شي
الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره رااااااااااااااااځه


ته له ټوپک له ډز ګولۍ نه ستړي
زه له بادونو له ســــــېلۍ نه ستړی
د ځـــوانۍ پسل مو  ږلۍ نه ستړی
بڼ له ازغو او وچکالۍ نه ستړی


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره راااااااااااااااااځه


ته دې ټوپک زه به مې شوبلې راوړم
ته دې ګيلې زه به مې ژوبلې راوړم
زه چې کړو ګوډې ماتې ټولې خښې
ګړو رابرسېره بيا د ســــــــولې نښې


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره راااااااااااااااااځه


 زما غورځی او درې مږۍ ياديږي
په بام مې لوبې د لــــــنډۍ ياديږي
ستا به بګار او يکه زار نه شي هېر
که څو عمرونه او مرګونه شي تېر

الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره راااااااااااااااااځه
 
راځه چې بيا غاړه غړۍ شو پيره
جوړه پېلوزي د کيږدۍ شو پيره
ما خيشته کړي خټه ســتا په تمه
راځـــــه پخه يې کړو په دمه دمه


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره رااااااااااااااځه
 
راشه اوله پخڅه ته را کيږده
هله اخيړ ته لږ اوبه راپرېږده
هر مازيګر به لنډۍ لوبه کوو
د کاکړۍ، بګتۍ لوبه کوو


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره راااااااااااااځه
 
دا مردکي ټوپک بمونه  شــــوبلې
تر منځ پرتې ګيلې مانې او ژوبلی
ســــره راغونډې کړو ډېران، ډېران
پرې به وروري مـــــو کـــــــړو باران


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره راااااااااااااااااځه



راځه د ســـــــولې  غزلتوري کـــــــــرو
په تورو شپو کې به مو ستوري کرو
راشــــــــــه د مينې بزغلـــــــــي کېنوو
صــــــــبا رڼا کړو که موږ وو که نه وو


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره رااااااااااااااااااځه
 


راشه لالا، کمکيه، پيره، وروره
راشه زما ســـــــره دا خوب وګوره
مرګ ته پېروتو نه زيندۍ واچوو
د وخت ياغي آس ته رسۍ واچوو


الله  راځه، پيره راځه
الله  راځه، پيره راااااااااااااااځه


 


شابه : د شاباس يا شاباش لنډون دی .
غورځی : چې ځينې ځايونو کې يې خوسی هم بولي او د افغانانو پېژندل شوې کليوالي لوبه ده .
درې مږۍ : يو ډول لوبه ده چې په بېډيو تر سره کېږي .
بګار : د مردکيو يا تشلو يو ډول لوبه ده .
لنډۍ لوبه : په وار د لنډيو ويل دي تر هغه چې د يوه لوري لنډۍ ختمې يا بيا وويل شي .