د هند په آسام ايالت کي د سختو بارانو له وجې درې لکه کسان بېځايه سوي دي.
د هند حکومت وايي د آسام ايالت په ځينو سيمو کي له درو ورځو راهيسي پرله پسې تېز باران اورېږي چي له کبله يې پر کورونو او مځکو باندي سېلابونه راغلي دي او درې لکه کسان له خپلو اصلي سيمو څخه بېځايه سوي دي.
چارواکي وايي د دې کسانو له جملې څخه يې يو لک يا سل زره کسان په کمپونو کي ځاى پر ځاى کړي دي او د پاته نورو دپاره هم مرستندويه ټولني د ځاى د برابرولو په هڅو بوختي دي..
د هندي چارواکو په وينا بېځايه سويو خلګو ته په کښتيو کي خوراکي توکي رسول سوي دي، خو د دوى تر ټولو غټه ستونزه د ځاى نستوالى دئ.
بلي خواته د هند د هوا پېژندني ادارې په روانه اونۍ کي د نورو سختو بارانونو د اورېدو اټکل هم کړى دئ.