لاهور ته نيژدې د پاکستان او هندوستان پر پوله د متقابلو ډزو له کبله يو پاکستانى وژل سوئ او څو تنه هندي او پاکستاني سرحدي پوځيان ټپيان سوي دي.
د پاکستان پوځي مقامات وايي پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته سوې ده چي يوتن له پولي څخه د اوښتلو کوښښ وکړ او وروسته د دواړو هيوادونو د سرحدي ملېشو ترمنځ جنګ وموښتئ.
په دې جګړه کي د دواړو غاړو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو تبادله سوې چي
د پاکستان او هندوستان ځيني سرحدي عسکر ټپيان سوي دي.
د پاکستان پوځ وايي نن سهار د پاکستان او هندوستان د سرحدي عسکرو مشرانو سره وليدل او د دغسي پېښو د نه تکرار ژمنه يې سره وکړه.
سرچينې وايي د دواړو هيوادونو مشرانو د دې پېښي په اړه د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.