کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

 

14 سرطان 1388


دننگرها ر د چپرهار په ولسوالی کی د دوو ښوونځیو د ودانی دبنسټ ډبرى كيښودل شوى


دننگرهار ولایت: دننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالي كى دانجونو او هلكانو دلومړنيو ښوونځيو دودانېو دبنسټ ډبرى د روان كال دچنګاښ دمياشتى په ۱۴ مه، دنوموړی ولسوالى دولسوال دپوهني مديريت د مسئوولينو لخوا په داسى حال كى كيښودل شوى، چى دنوموړى سيمى يوشمير قومى مشرانو او دښوونځيو زده كوونكو ګډون درلود .

د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د ولايتي بيا رغاونى تيم لخوا  د يو لكو ۹۶ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۳ مياشتو په موده كى جوړيږى  چی د هريو ښوونځی ودانۍ به ۱۲ درسی ټولګى ، ۴ ادارى خونى، داحاطى ديوار او نور ضروري ملحقات ولری.

د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيود ۱۶۰۰ تنو انجونو او هلكانو زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى. 


تدویر سيمینار آموزشی


 ولايت بدخشان: امروز14 سرطان سال روان، سیمینار دو روزه آماده گی کانکور برای معلمین لیسه های  ولایت بدخشان در تالار لیسه سایف شهيد ولیسه مخفی آنولایت دایرگردید.

سیمینار متذکره از طرف موسسه آسیا فوندیش و به همکاری ریاست معارف براه انداخته شده که به تعداد180 تن از معلمین لیسه های مرکزی و14 ولسواليهای ولایت بدخشان در آن اشتراک ورزیده اند که درباره آماده گی کانکور دانستنی های ارزش مندی را فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که شا ملین سیمینار شاگردان صنوف دوازدهم را به مدت دوماه در مکاتب مربوطه شان تحت آموزش قرار خواهند داد.

قابل یاد آوری است که درسال 1388  از 133 باب لیسه های ولایت بدخشان 4506 تن شاگرد از طبقه ذکور و اناث از صنف دوازدهم فارغ می گردند.


دخوست ولايت دپوهنی ریاست سره د اداری توکو مرسته


د خوست ولایت: دخوست ولایت دسرحدى لوا لخوا دنوموړى ولايت دتڼيو ولسوالى د ډر ملكى دليسى دادارى سره دیوشمیراداری ټوکو مرسته وشوه.

په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ليسه کی جوړه شوی وه دخوست ولایت دپوهنی رياست مسئوولينو ښوونكو او زده كوونكو ګډون کړی و.

په نوموړی ټوکی كى دزده كوونكو دعلمى سطحى دلوړه ولو  لپاره فرهنګى كتابونه، قرطاسيه باب، سپوړتى سامانونه، ۵ خيمى او نور دضرورت وړشیان شامل دی.


د كليوالى ښوونځيو دښوونكو ۱۶ ورځنى ميتوديك سیمينار پايته ورسيد


د كنړ ولایت: د كنړ ولایت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره هغه  ۱۶ ورځنۍ ميتوديك وركشاپ چي دنوموړى ولايت په مركزى ابتدائيه كى په لاره اچول شوى و نن پايته ورسيد.

نوموړی ورکشاپ د یونیسف موسسی په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری جوړ شوى وو چى ددی ولایت دمرکز او ولسوالیو دكليوالى ښوونځيو ۸۵  تنو ښوونكو ګدون كړى و چی له مخی یی دنوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی .

دیادونی وړدی چی دى ته ورته سیمینارنو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .


كمك مواد غذايی به معارف ولایت غور


ازطرف سازمان غذایی جهان به تعداد 280 بوجی گندم 50 کیلویی به ریاست معارف ولایت غور مواصلت ورزید.

گفتنی است که گندم متذکره برای شاگردان مکاتب مرکزی ولایت غور درحضور داشت هیئت توزیع خواهد گردید. 


دلغمان ولايت دپوهنی ریاست سره د اداری توکو مرسته


د لغمان ولایت: دلغمان ولایت دپوهنى رياست سره ديونسف نړيوالى ادارى لخوا دنوموړى ولايت دپوهنى رياست سره دیوشمیر اداری توکو مرسته وشوه.

په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی رياست کی جوړه شوی وه دلغمان ولایت دپوهنی رياست مسئوولينو ګډون کړی و.

په نوموړی توکی كى ۲۱ خيمى، ۲۸۰۰ دشاګردانو دمكتب بكسونه، ۲۱۰ تختى پلاستيكى فرشونه، ۷۰ دانى تورى تختى او نور دضرورت وړشیان شامل دی.

ديادونى وړ ده چى نوموړى توكى به دلغمان ولايت دكليوالى ښوونځيو ته دمهال ويش سره سم وويشل شى. 


کمک موسسه یونسف به معارف ولایت فاریاب


فاریاب: از طرف موسسه یونسف یک تعداد اجناس اداری وتدریسی به ریاست معارف ولایت فاریاب مساعدت گردید.

در اجناس متذکره به تعداد 4159 جلد کتب درسی صنف اول الی چهارم، 50 کارتن کیت معلمین، 50 کارتن قرطاسیه، 108 تخته فرش پلاستیکی، 34 دانه تخته سیاه و10 باب خیمه کلان شامل می باشد که بعدا نظر به سهمیه به مکاتب مربوطه ولایت فاریاب توزیع خواهد گردید. 
 
 



تعمير مکتب ابتدایئه پشته تگاب برک ولایت بامیان افتتاح و به بهره برداری سپرده شد


ولایت بامیان: امروز 14 سرطان سال روان، تعمير مکتب ابتدایئه پشته تگاب برک ولسوالی پنجاب ولایت بامیان توسط مسئوولین ریاست معارف و ولسوال منطقه درحالی که تعدادی از متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.

تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه در ساحه 4200 مترمربع زمین که از طرف اهالی معارف پرور منطقه در اختیار معارف گذاشته شده  به مصرف مجموعی 4200 هزار دالر امریکایی به کمک مالی موسسه پاملرنه در مدت 9 ماه اعمار گردیده، که دارای 9 صنف درسی ،یک اتاق اداری با سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که در مکتب متذکره به تعداد 129 تن شاگرد ذکور و اناث دریک وقت مصروف فرا گیری آموزش هستند که امور تدریس آنها توسط 6 تن معلم پیش برده میشود. 


دننگرهار ولایت داسلامی پوهنتون دفارغه شویو محصلینو فراغت جشن ولمانځل شو


ننگرهار: دلوګر ولايت په مقام كي نن ديوى سترى غونډى په جوړه ولو دننګرهارولايت داسلامى پوهنتون د۵۸ تنو فارغه شويو محصلينو دفراغت جشن ولمانځل شو.

هغه غونډه چى نن دلوګر ولايت په مقام كى دنننګرهار ولايت داسلامى پوهنتون د۵۸ تنو فارغه شويو محصلينو دفراغت جشن په وياړ جوړه شوى وه دلوګر ولايت والى عتيق الله لودين، دپوهنى رئيس كمال الدين ځدران، ددولتى ادارو ټولو رئيسانو، مامورينو، قومى مشرانو اودفارغه شويو محصلينو دكورنى غړو ګډون درلود.

دلوګر ولايت دپوهنى رئيس وفارغه شويو محصلينو ته دفرااغت مباركى وويل اومحصلينو سره يى ژمنه وكړه چى دوى چمتو دى چى ټول فارغه شوى محصلين دلوګر ولايت په مركې او ولسوالى كى دښوونكو په ټوګه وګمارل شى.

دغونډى په پاى كى دلوګر ولايت دوالى لخوا دفارغه شوى محصلينو سره دانعام په دول د ۵۰ زرو افغانيو دمرستى اعلام وشو.

ديادونىوړده چى فارغه شويو كسانوكى د شرياتو، حقوقو، اقتصاد، زراعت او ادبياتو پوهنځى څخه فارغه شوى كسان شامل دى.


دبادغیس ولایت دنسوان لامان د لومړنى ښوونځى دودانى دبنسټ ډبره كيښودل شوه


دبادغيس ولایت: نن دچنګاښ دمياشتي په۱۴ نيټه، دبادغيس ولايت دمركز مربوط دنسوان لامان دلومړنى ښوونځى ودانى دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهنى ريئس ذبیح الله جیحون  په داسى حال كى چى ددو لتى ادارو يوشمير ريئسانو دسيمى قومی مشرانو،استادانو اوشاګردانو ګدون درلود كيښودل شوى.

دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی دول په يوه پوړکی ديو جريب ځمكى په ساحه كٰى چى دسيمى دخلكو دپوهنى رياست ته وركړل شوى د يونسف نړيوالى ادارى  په مالي لګښت ۶۲ زره امريكايي دالرو په مجموعی لګښت د ۴ مياشتو په موده كى جوړ يزى چى ۶ درسی خونی ،۲ ادارى خونى، داحاطى ديوار، ژور څاه اونور ضروري ملحقات لری

د يادونی وړده چی په نوموړى ښوونځى كى  ۳۳۱ تنه انجونى زده كوونكى د۳ تنو استادانو لخوا تدريس كيزى .

د پوهنې په برخه كې د نړيوال خوراكي پروګرام نوې مرستې

پنجشير

د چنګاښ۱۴مه

نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره داځل د دغو مرستو يوه نوې لړۍ پيل كړې چې له مخې به يې د ښوونځيو زده كونكو ته پاخه خواړه ويشل كيږي.

د پنجشير ولايت د پوهنې مسؤلين وايي چې د W.F.P لخوا په دغه نوي پروګرام كې د پنجشير ولايت د مركز او ولسواليو دوولسو نارينه او ښځينه ليسو شاوخوا ۷۰۷۰ تنو ته د غرمې ډوډۍ وركوله كيږي.

د دغه ولايت په دغو ۱۲ ښوونځيو كې اوس مهال د اشپزخانې او مطعمونو د تيارولو چارې دوام لري او په څو ورځو كې به دغه پروګرام تحقق و مومي.

د نړيوال خوراكي پروګرام مسؤلين وايي په پام كې لري چې دالړۍ پر پنجشير سربيره د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د تخار ولايت د تربيه معلم الحاقيه هم تاْسيس شوه
تخار
د چنګاښ۱۴مه
تخار: د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ كې هم د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شوه.
دغه الحاقيه نن د غبرګولي په ۱۴مه په هغه غونډه كې تاْسيس شوه چې پكې د تخار والي، د پوهنې رياست مسؤلينو، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو.
د دغه مركز الحاقيه د فرخار ولسوالۍ د صميمي شهيد په ليسه كې فعاله شوه چې دامهال ۱۵۰ تنه داخل خدمت ښوونكو پكې ثبت نام كړى او په ټولګيو كې د تربيه معلم د هغو پنځو تنو ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږي چې امتيازات يې د سيمه ايزو خلكو لخوا وركول كيږي.
بل پلو د دغه ولايت د پوهنې مسؤلين وايي چې د پوهنې وزارت لخوا دغه ولايت ته په ازبيكي ژبه چاپ شوي ۱۱۲۰۰ټوكه كتابونه، او ۲۴قلمه ډول ډول مطبوع قرطاسيه ور رسيدلې ده چې ډير ژره به دغه كتابونه او قرطاسيه د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته د اړتيا په پام كې نيولو سره وويشي.


ښوونكوته د لابراتوار كارونې ۱۲ ورځنى سمينار پيل شو
بغلان د چنګاښ۱۴مه 
په بغلان ولايت كې د دغه ولايت د مركز پلخمري او يوشمير ولسواليو ۲۶ ښوونكو ته د ساينس، كميا، بيولوژي او فيزيك په برخو كې د لابراتوار كارونې هغه ۱۲ ورځنى سمينار پيل شو چې د آغاخان بنياد لخوا د سيدحسام الدين ليسې په ودانۍ كې جوړ شوى دى.


په لابراتوارونو د  دغه مجهز وركشاپ ګډونوالو ته د ياد شوي بنسټ د روزونكو لخوا په دې هدف روزنه وركول كيږي څو د دغه وركشاپ ګډوانوال وكولاى شي څو په خپلو اړونده ښوونځيو كې د لابراتوار كارونې په برخه كې د زده كونكو ستونزې حل كړي.