کور / طنز / سياسي عينکي

سياسي عينکي

د ارګ په غولي کې د څرخي الوتکي څرخ لا سم نه و ارام سوی چې ولسمشر له خپلو څو وزيرانو سره په چټکو ګامونو ورپورته شو او الوتکه بيرته والوته. نن د حساب ورکولو د اوونۍ لومړۍ ورځ وه چې هر وزير د رسنيو له لاري ملت ته د خپل کار کلنی راپور ورکاوه، خو ولسمشر غوښتل چې خپله په ټول افغانستان کې وګرځي او د هر وزير کار له نږدې وګوري . څرنګه چې امنيت سم نه و، نو ده غوښتل چې په الوتکه کې د هوا له لاري د وزيرانو د کارونو نظارت وکړي.

کله چې الوتکه فضا ته ښه لوړه شوه، ولسمشر وويل چې لومړی به د زراعت وضعيت وګورو. له دې سره سم د کرهڼې وزير له خپله ځايه ولاړ شو، پيلوټ ته يې په غوږ کې يو څه وويل او بيا يې ولسمشر ته وويل: رئيس صاحب پيلوټ ته مې وويل چې د الوتکي ارتفاع لږ کمه کړي چې هر څه ښه شفاف ووينو، ځکه چې د حساب ورکولو اوونۍ ده .

يو څو دقيقې وروسته ولسمشر د الوتکي تر کړکۍ لاندي وکتل او بيا يې د کرهڼې وزير ته وويل : تاسي خو ويل چې د زراعت په برخه کې ډېر کار شوی دی، زه خو دلته له سپېرو دښتو پرته بل هيڅ شی نه وينم. د کرهڼې وزير په خندا ورته وويل : رئيس صاحب موږ ټولو ته خو هر څه ډېر شفاف او رڼه معلومېږي، دا چې تاسي يې نه وينئ ، ټول علت ستاسي په عينکو کې دی، که تاسي زموږ له عينکو څخه ورته وګورئ نو هر څه به ډېر صاف او شفاف ووينئ .

ولسمشر په تعجب وپوښتل : عجيبه ده نو زما په عينکو کې څه عيب دی؟

– صاحب ستاسي عينکي خو يو د افغانستان تخنيک دی او بل نو ډېرې پخوانۍ دي چې د هغه وخت د شرايطو او ستاسي د سترګو د نمرې په پام کې نيولو سره جوړي شوي دي. خو زموږ عينکي سياسي عينکي دي چې خورا عصري او په دوستو هيوادونو کې زموږ د دولت د اوسني سياست او زموږ د وظيفې په پام کې نيولو سره جوړي شوي دي. په دې عينکو کې د سړي د سترګو ديد دومره تېز وي چې د افغانستان په هره سيمه کې د خپلې وظيفې اړوند هر څه ليدا شي.

– دا څه وايې! ته راکړه چې زه دا ستا عينکي پر سترګو کړم !

– ها صاحب دادی واخلئ!

کله چې ولسمشر عينکي پر سترګو سمولې، نو الوتکه کندز ولايت ته راوره سېده. ولسمشر د الوتکې تر کړکۍ د باندي وکتل او بيا يې د کرهڼې له وزير څخه وپوښتل چې دا کوم ولايت دی؟ هغه يې غوږ ته خوله ورنږدې کړه او ويې ويل: صاحب دا نيمروز ولايت دی. ددې سره سم ولسمشر په زوره چيغه کړه : دا څه وايې؟ نيمروز داسي تک شين او سمسور شوی دی؟ له دې سره سم يې ددعا په ډول لاسونه پورته کړل او ويې ويل : خدايه شکر چې ماته دي دومره توان راکړ چې په ډېرو لږو امکاناتو او ډېر لږ وخت کې نيمروز ولايت داسي سمسور کړم . بيا يې وزيرانو ته مخ راواړه او پسي زياته يې کړه: په رښتيا چې ډېره د تعجب وړ خبره ده، دلته پخوا يوازي رېګ او دوړي بادېدې، ان دا چې خلکو يې د څښاک اوبه نه درلودې. بيا يې د معارف وزير ته په خندا وويل : ياره دا خو رښتيا چې ښې عينکي دي . ناځوانانو تاسي ټول چې داسي عينکي لرئ ماته ولي يوه جوړه نه رانيسئ؟ زه خو تر اوسه پوري هغه پخوانۍ غير سياسي عينکي استعمالوم.

د کرهڼې وزير وويل : صاحب ولي يې نه درته رانيسو، موږ چې کله لومړۍ ورځ دغه عينکي رانيولې، نو ته مو په زړه کې وې. خبره دا ده چې ستا عينکي بايد څو ډوله نظر ولري، چې بېلابېلو کارونو ته په بېل بېل نظر وګوري، نو موږ چې په دغه ډول عينکو پسي هر څومره وکتل پيدا مو نه کړې، خو بيا موږ په خپل منځ کې سره وويل چې که رئيس صاحب هر وخت غوښتل چې د کوم وزارت کارونه کنټرول کړي نو موږ به خپلي عينکي ورکوو. ولسمشر وخندل او ويې ويل : بس بس دا هم ښه نظر دی . بيا يې له خپله جېبه قلم راوايست، په کتابچه کي يې يوڅه وليکل او ويې ويل : ښه اوس به نو د معارف وضعيت وګورو . ده لا دا خبره نه وه پوره کړې چې د معارف وزير ولاړ شو، پيلوټ ته يې په غوږ کې يو څه وويل او بيرته راغی د ولسمشر څنګ ته کښېناست . ولسمشر لا تر کړکۍ دباندي نه وه کتلي چې د معارف وزير خپلې عينکي هغه ته ورکړې، ويل رئيس صاحب ها دادی دا زما عينکي واخلئ او بيا ورته وګورئ.

ولسمشر چې لاندي وکتل نو د هرات ولايت د نجونو يوه ليسه يې وليده، ويل دا کوم ځای دی؟

– صاحب دا د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالي ده

 – ته رښتيا وايې؟

– هو صاحب رښتيا وايم، د کندهار په ټولو ولسواليو کې د هلکانو او نجونو مکتبونه فعال دي.

– طالبان خو به خامخا په درواغو دا اوازې اچوي چې د کندهار ولايت اکثره ولسوالۍ له مرکزونو پرته ددوی په واک کې دي. خو زه دې ته حيران يم چې دا ځيني نړيوالي ادارې، په تېره بيا رسنۍ ولي دومره غټ درواغ وايي چې د کندهار ولايت په ولسواليو کې مکتبونه يو مخ تړل شوی دي. اوس خو دادی موږ او تاسي ټول يې په خپلو سترګو وينو چې په پنجوايي غوندي ځای کې د هلکانو مکتب خو څه کوې چې د نجونو مکتبونه هم فعال دی.

ولسمشر په خپله کتابچه کې يو څه وليکل او ويې ويل: ښه اوس به نو د تارياکو احوال واخلو. په دې وخت کې د نشه يې توکو سره د مبارزې وزير له خپله ځايه داسي په چټکۍ او وارخطايۍ ولاړ شو لکه يو لړم چې يې و چيچي. ده هم د نورو دوو وزيرانو په شان پيلوټ ته په غوږ کې يوڅه وويل او بيا په منډه راغی د ولسمشر څنګ ته کښېناست . تر يو څو خبرو وروسته ولسمشر د الوتکي تر کړکۍ لاندي وکتل چې ننګرهار ولايت يې وليد او يې پوښتل: دا کوم ولايت دی؟ څنګ ته ناست وزير ورته وويل چې رئيس صاحب دا د هلمند ولايت دی او له دې سره سم يې خپلې عينکي د ولسمشر پر سترګو ورکښېښوولې. ولسمشر بې واره وخندل او ويې ويل: اوهو ماشاء الله دلته خو تارياک هيڅ نه ليدل کېږي. وزيرصاحب په خندا د ولسمشر غوږ ته خوله ورنږدې کړه او ويې ويل : رئيس صاحب سږکال په ټوله هلمند ولايت کې يو بوټی تارياک نه دي کرل شوي، ټولو خلکو غنم کرلي دي. ولسمشر وويل : بس بس چې په هلمند ولايت کې هم تارياک نه دي کرل شوي، نو زه باور لرم چې په ټول افغانستان کې نه دي کرل شوي. بيا يې لوړ وکتل او ويې ويل: خدايه شکر چې له دې پېغوره خو دي خلاص کړم چې نړيوالو به ويل چې افغاستان د تارياکو لومړی توليدوونکی هيواد دی. پيلوټ الوتکه څو واره د غنمو د فصلونو د پاسه په ټيټه ارتفاع کې تېره کړه.

ولسمشر په خندا وويل : يو وخت هلمند ولايت ته د غنمو ګدام ويل کېده، اوس زه داسي فکر کوم چې دا ولايت بيرته هغه پخواني حالت ته راګرځېدلی دی.

په دې وخت کې ورو ورو تياره شوه، ولسمشر وويل چې اوس ماښام سو، د اوبو او برېښنا حالت به هم وګورو بيا به نو ځو له خيره سره ؟ له دې سره سم د اوبو او برېښنا وزير هم د نورو وزيرانو په شان پيلوټ ته په غوږ کې يو څه وويل او بيا يې ځان د ولسمشر څنګ ته راوره ساوه. يو څو دقيقې وروسته الوتکه د کابل ښار فضاته راورسېده . په دې وخت کې ولسمشر د الوتکې تر کړکۍ دباندي وکتل ، ترڅو چې يې خوله خبرو ته جوړوله نو د اوبو او برېښنا وزير خپلي عينکي د هغه پر سترګو کړې. له دې سره سم ولسمشر په خوښۍ وپوښتل :

– او هو دلته د برېښنا څومره ډېر څراغونه دي ، دا کوم ځای دی؟

– صاحب دا د پکتيکا ولايت دی.

– دا څه وايې! دا پکتيکا ده؟

– هو صاحب، په ټولو ولايتونو کې مې اول پکتيکا ولايت ته برېښنا راوستل، ما ويل ددې ولايت خلک ډېر غريب دي. له خدايه راضي يم چې له کومې ورځې راهيسي دلته برېښنا راغلې نو خلکو ته دومره ډېر کارونه پيدا شوي چې اوس بيخي مزدور نه پيدا کېږي. ان دا چې پاکستانيان او ايرانيان دې ولايت ته د کار لپاره راځي . دادی د کار او ټولنيزو چارو وزير صاحب خپله دلته تشريف لري، ده ته هر څه معلوم دي.

– ياره واقعاً چې دا يو ستر خدمت دی، خو عجيبه ده د پکتيکا ولايت مرکز، ښرنه خو پخوا دومره غټ ښار نه و.

– صاحب ښرنه اوس هغه پخوانی کوچنی ښار نه دی، بيخي کابل غوندي دی او بل داچې د پکتيکا ولايت ټولي ولسوالۍ برېښنا لري، ځکه نو ټول ولايت يو ښار غوندي ښکاري.

ولسمشر په خپله کتابچه کې ژر ژر يو څو کرښې وليکلې او ويې ويل : د نن لپاره همدومره کار بس دی، راځئ چې ځو. بيا يې د خپلي کتابچې پاڼې سره واړولې او د خپلو ياداښتونو په لوستلو يې پيل وکړ. په دې وخت کې وزيرانو يو بل ته حيران حيران سره کتل . ولسمشر کتابچه په جېب کې واچوله، غاړي يې تازه کړې او ويې ويل : ما د خپلو وزيرانو په باب د نړيوالو او داخلي رسنيو له لارې، دغه ډول د خلکو له خولې ډېر شکايتونه اورېدلي ول چې دوی د بيت المال پيسې اکثره غلاکوي او يا يې په قيمتي موټرونو، کورونو او خپلو عياشيو لګوي خو زه اوس پوه شوم چې دا ټول تورونه بې ځايه ول. نن ماته معلومه شوه چې تاسي په رښتيا افغانستان ته ډېر ستر خدمتونه کړي دي او له خپل وطن سره د زړه له کومي مينه لرئ، زه وياړم چې ستاسي غوندي وزيران لرم او بل داچې زه تاسي ته دا زېری درکوم چې که ما بيا د ولسمشرۍ انتخابات وګټل، نو تاسي به زما په نوي حکومت کې هم وزيران ياست.

د ليکوال برېښناليک : an_himmat@yahoo.com