کور / تازه خبرونه / دوه بهرنيان مړه او ١٦ ماين پاکان تښتول سوي دي

دوه بهرنيان مړه او ١٦ ماين پاکان تښتول سوي دي

 


ناټو وايي پرون د شنبې په ورځ يې په افغانستان کي دوه عسکر وژل سوي دي او بلي خواته د ماين پاکۍ د يوې موسسې ١٦ افغان کارکوونکي تښتول سوي دي.


د ناټو ځواکونه وايي دغه عسکر پرون د افغانستان په جنوب لوېديځه سيمه کي د ماين د يوې چاودني له امله وژل سوي دي.


د ناټو په خبرپاڼه کي د وژل سويو عسکرو هويت او د پېښي ځاى نه دئ په ډاګه سوئ خو پرون ماخستن د کندهار په ښار کي يوه چاودنه سوې چي ښايي دغه پوځيان پکښي وژل سوي وي.


تېره شپه پاو باندي نهه بجې په نوي ښار کي کندهار هوټل ته څرمه د کاناډايي پوځيانو پر يوه موټر چاودنه سوې وه چي د سيمي د اوسېدونکو په وينا مرګ ژوبله يې ورته اړولې وه.


بلي خواته نامعلومو وسله والو د ماين پاکۍ د موسسې ١٦ کارکوونکي د پکتيا په ولايت کي تښتولي دي.


په تېرو وختونو کي دوه ځله نور هم په دې سيمه کي ماين پاکان تښتول سوي وو، چي وروسته د قومي مشرانو په منځګړتوب راخوشي سوي دي.