کور / تازه خبرونه / کندهار: پر کاناډايي پوځيانو چاودنه سوې

کندهار: پر کاناډايي پوځيانو چاودنه سوې

تېره شپه د کندهار په ښار کي پر کاناډايي پوځيانو چاودنه سوې چي د مرګ ژوبلي دقيق معلومات يې نسته.

د کندهار له ښار څخه د سيمي يوه اوسېدونکي د لر او بر کابل څانګي ته وويل دغه چاودنه برايي ماخستن پر پاو باندي نهه بجې کندهار هوټل ته څرمه د کاناډايي پوځيانو پر کاروان وسوه، چي ښايي مرګ ژوبله يې هم ورته اړولې وي.

د نوموړي کس په وينا تر چاودني وروسته کاناډايي پوځيانو شاوخوا سيمه د پلټني په موخه محاصره کړه.

د يادوني وړ ده چي تر اوسه نه د کندهار امنيتي چارواکو او نه هم کاناډايي پوځيانو په دې اړه معلومات ورکړي دي.