په هلمند کې روان پوځي عملیات، انتخباتي کمپاینونه او همداراز د امریکا او روسیې ترمنځ شوې تړون په کابل کې د خبریدونکو ورځپاڼو د نننیو ګڼو سرلیکونه جوړوي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې روسیې د افغانستان په اړه له امریکا سره د همکارۍ لپاره موافقه وکړه.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې ددې موافقې جزیات به مسکو ته د بارک اوباما د سفر په مهال اعلان شي.
د ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان کې راروانو انتخاباتو او پدې ترڅ کې د سولې او پخلاینې روانو هڅو ته ځانګړې شوې.
ارادې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د خبریالانو د رول په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې دوی باید د کاندیدانو او سیاسي کړیو د لمسون ښکار نشي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګولو په بهیر تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا یو څو اړخیز بهیر دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا انتقاد کړې دې، چې تر دې دمه د ثبات د ټینګښت لپاره یوازې په پوځي اړخ اتکا شوې حال دا، چې د ورځپاڼې په وینا دا اقتصادي، سیاسي ، ټولنیز او کلتوري اړخونه هم لري، چې باید پاملرنه ورته وشي.
ورځپاڼې په هلمند کې روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې په یو مطلب کې لیکلي دي، چې وسلوال ماتیدې شي که د ولس غوښتنو ته پام وشي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندید شویو کسانو وړتیاو ته کتنه کړې او لیکلي دي، که جمهوري ریاست یو ستر امتیاز دې نو دورند ملي مسؤلیت هم دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په حواله دا خبر ورکړې، چې دوه لکه او پنځوس زره کورني او بهرني څارونکي به انتخابات وڅاري.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې په څارونکو کې به د مدني ټولنې او کاندیدانو استازي او همداراز خبریالان به هم شامل وي.
په ورځپاڼه کې له افغان اسلامي آژانس سره د حزب اسلامي د مشر ګلدین حکمتیار د مرکې ځینې برخې راخسي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د انتخاباتو د تخریب پر خاې باید اصلي دښمن په نښه شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت په خلاف د لودیځ د ځینو رسنیو لخوا کیدونکي ناسم تبلیغات څیړلي او هغه يې د وجدان مرګ بللې دې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک کې په هلمند کې د افغان او ائیتلافي ځواکونو روانو پوځي عملیاتو ته ځانګړې کړې او هغه يې غافلګیر کوونکوي عملیات بللي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا او روسیې ترمنځ په وروستۍ موافقې تبصره کړې، چې له مخې به يې امریکا د روسیې له لارې په افغانستان کې خپل ځواکونه اکمالوي. ورځپاڼې ددې موافقې ترلاسه کولو د امریکا لپاره یو ستر برې بللې دې.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نشه يې توکو کرکیلې ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې دا هغه ستونزه ده، چې باید حل شي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستانه او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مظطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په هلمند کې روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې، دا سپارښتنه کړې، چې افغان او بهرني ځواکونه باید پدې ترڅ کې د ولس ملاتړ هم جلب کړي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي، چې د پاکستاني طالبانو مشر بیت اله محسود د ځان وژونکو حملو لپاره ماشومان په بیه اخلي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په هلمند کې روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د پراخو پوځي عملیاتو له پیل نه مخکې باید له جنګي سیمو څخه ملکي خلک وویستلې شي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف د لویدیځ سیاست ته هم کتنه شوې او د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په حواله لیکل شویدي، چې د لودیدیځ ناکام سیاست یوازې افغان بزګران زیانموي.