عراق د امريکا پر حکومت ږغ وکړ چي د دوى په کورنيو چارو کي لاسوهنه ونکړي.
د عراق د حکومت وياند علي الدباغ په دولتي ټلوېزون کي د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن هغو څرګندونو ته جواب ورکړ چي ويل يې که په عراق کي قومي، ګوندي او ژبني تعصبونه له منځه ولاړ نسي امريکا به د عراق له حکومت سره اړيکي وشلوي.
علي الدباغ وويل په دغه هيواد کي د قومي، ژبنيو او سياسي اختلافونو له منځه وړل خپله د عراق د حکومت او ملت مسئوليت دئ، نه د امريکا د حکومت.
هغه وويل د عراق حکومت نه غواړي چي د امريکا په لاسوهنو د خپل هيواد سياسي حالات نور هم خراب کړي.