د پاکستان ولسمشر آصف زرداري وايي دى غواړي چي تر مرګ وروسته هم د قانون سرغړوونکو واکمنانو ته سزا ورکړل سي.
آصف زداري دغه خبري د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال ضياء الحق کودتا ته په اشارې سره کولې، چي د ١٩٧٠ کال د جولاى پر پنځمه يې د ذالفقار علي بوټو حکومت له منځه يووړئ.
آصف زرداري وويل د جولاى پنځمه د پاکستان په تاريخ کي توره ورځ ده، چي يوه پوځي آمر د خپلي سياسي بقا دپاره او شخصي ګټو د خوندي کېدو په خاطر پر جمهوريت تېرى وکړ او د پاکستان د خلکو حکومت يې له منځه يووړ او په پاکستان کي يې بنسټپالني يا ديني تندلاري توب ته لاره هواره کړه.
آصف زرداري زياته کړه چي دغسي قانون ماتووتکي بايد تر مرګ وروسته هم محاکمه سي او سزا ورته ورکړل سي. هغه په خپلو خبرو کي د پيپلز ګوند د جمهوريت ټينګېدو ته ژمن وباله او ويې ويل په دې لاره کي به خپله مبارزه روانه ساتي او هر راز قربانۍ ته چمتو دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه