اوس په سر کې زما نشته هغه تير دځوانۍ بنګ
چې به هر ډګر ته ځغاستم لکه ځوان چابک پلنګ
دځوانۍ جوهرمې نشته يم بوډا دواورې څلی
نه دسولې اغيزمن يم نه ارزښت لرم دجنګ
ای زما دکور وګړو ای زما دولس خلکو
له ما ټولې لوبې تللې پر ما ونه تړی ننګ
نور له لاسه مې څه نه شي بس په خوله کې ګړندی يم
تيرحالونه را ياد يږي ستايم تور لاچي لونګ
دخوشحال بابا خبر ده زما هم په دې يقين دی
له بوډا پادشاه بهتر دی ځوان دتورو غرو ملنګ
ستنيدل ترې بيرته نشته نه په زور او نه په زرو
چې دهر سړي ګذرشي د زړښت په تور کړنګ
چې د وخت رستم بوډاشي دا جوته ده همته
بې ارزښته شان سکه شي لوراوزوی شي ترې په تنګ