مونږ
بــیرته پـاتـی شــوو د ژونـد د قـافــلـی نــه
دنــیــا ویـســتــودخـــپـــلی سـلـــســلی نــه
ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـــــیا هم
ګــیــلـه مـن یـود تــــــقـدیــر د فیصلــی نــه
********
د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـی ګـرځــو
مونږه لا د غار او غـر دور کی ګـرځــو
خـبر نــه یــو د دنــیــا لــه رازو نــیــازه
د خپل سوچ په زورور دور کی ګر ځـو
********
دنـیکــه د افسانی ســیوری ته ناست یــو
د مـمبر او میخانی سیوری ته ناست یــو
موږدنیا په اورتعبیرکــړله تری تیرشوو
پوه یو بیاهم دبهانی سیوری ته ناست یو
********
د مـلا پـه قــیل او قــال مــو ژوند تـړلی
ددلبــر په خت او خــال مــو ژوند تـړلی
دثـواب او د اوبــال په دام کی ګــیر یــو
بل ته لاس نیسو په سوال مو ژوند اړلی
څلوریځه
ستا غمونه ميلمانه راباندي راشي
مابيوسه کړي درانه راباندي راشي
ډک مخفل کي يک تنها شمه صنمه
چي اواز د بيلتانه راباندي راشي
غزل
پرېميـږدي ځان ته شــم دځان شــمه په ځان کې ورک شم
دخپلې برخې په ريښـــي ريښــــي ګرېـــوان کې ورک شم
پرېږدې دې خـــپلې بـــېوســـې تــه دومـــره وژاړم چـــه
لـکــه يــتـيم دخــپلو اوښــکو پــه بـاران کــې ورک شــم
دارادو اســپــــه مـــې زيـــن کــــړلــه ورځــــم ورپــسـې
يـا بــه يقــين راوړمــه يابــه په امــکان کــې ورک شـــم
زه د بــې ځانه ځــان هســـتې کې په ځان څــــه وکــــړمه
زه که په ځان کې ورک شم زه به يه تاوان کې ورک شم
کــــه ددردونوســـمـــنــدرمـــې وړې هــمـداســـې پرمــخ
کـــله بــه وي چــه دســـندروکــهـکـشــان کــې ورک شم
څلوریځه
عجیبه خلک یو سربایلو جنګ په بیـه اخـلـو
دبارودشنه لوګی دتوری شرنګ په بیــه اخـلـو
مودونه پس چی کله هم سپرلی ترکلی راشی
وږمی ګلونه ایسته کیږدو بنګ په بیــه اخـلـو