کور / تازه خبرونه / کندهار: د ماين چاودني اووه پوليس ووژل

کندهار: د ماين چاودني اووه پوليس ووژل

 


د کندهار په ولايت کي د ماين چاودني اوو پوليس ووژل.


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دغه کسان د کندهار په رېګستان ولسوالي کي وژل سوي دي.


رېګستان ولسوالي د ډيورنډ له کرښي سره پرته ده چي د وسله والو طالبانو تګ راتګ پکښي زيات دئ.


د کورنيو چارو وزارت وايي دغه کسان د شنبې په ورځ پر پوله په ګزمه بوخت ول چي موټر يې پر ماين برابر سو او اووه تنه پکښي مړه سول.