کور / تازه خبرونه / شمالي کوريا شپږ پرله پسې ازمايښتونه وکړل

شمالي کوريا شپږ پرله پسې ازمايښتونه وکړل

 


د شمالي کوريا دولتي رسنۍ د شنبې په ورځ د شپږو توغنديو د ازمايښت خبر ورکوي.


کوريا وايي دغه توغندۍ يې تر ٥٠٠ کيلومتره واټن پوري هدف ويشتلاى سي.


د شمالي کوريا  پرله پسې  ازمايښتونو چي تېره اونۍ يې هم څلور دانې توغندۍ ازمويلي وې جاپان، جنوبي کوريا او امريکا په اندېښنه کي اچولي دي.


د مى پر ١٥ – مه چي شمالي کوريا د اټومي وسلو د تجربو خبر ورکړ، ملګرو ملتونو پر دغه هيواد بنديزونه ولګول.