په پکتيکا ولايت کي د امريکايي پوځي هډې مخته يوه ځانمرګي بريد او وروسته وسله والي حملې ٢ امريکايان وژلي او ٤ ټپيان کړي دي.
په کابل کي د امريکايي پوځيانو وياند دغه پېښه تائېدوي او وايي طالبانو د امريکايي هډې مخته اول ځانمرګى بريد وکړئ او بيا څو تنو وسله والو پر مرکز باندي حمله وکړه، چي تر نښتي وروسته پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د بريد اصلي زيان تر اوسه نه دئ معلوم خو وايي د دوو امريکايانو د مړيني او څلورو د ټپي کېدو پخلى سوئ دئ.
د نن ورځي د بريدونو مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو په دې سيمه کي اکثره جنګيالي په پخواني جهادي مشر مولوي جلال الدين حقاني پوري اړه لري، چي مشري يې د هغه زوى مولوي سراج الدين حقاني کوي.
په کابل کي مېشت امريکايي پوځيان وايي د وسله والو بريد کوونکو مقاومت يې په د الوتکو په زور مات کړئ دئ، خو دا يې نه دي ويلي چي څو کسانو پر دې مرکز حمله کړې وه.