درنو لوستونکو! دا مرکه څه وخت مخکې شاعر او ژورناليسټ ذبيح الله احساس له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره په (پسرلی) درې مياشتنۍ خپرونه کې کړې وه. موږ وغوښتل چې کټ مټ يې له دې خپرونې څخه وليکو او د انټرنيت له لارې يې تر تاسو پورې ورسوو.
له مجلې څخه ليکونکی: فضل الباري بريالی
پوښتنه: د افغانستان په ځينو سيمو کې پر خلکو د دولت د مخالفينو د وېرې سيوری لا پروت دی، د ټاکنو د کېدو څومره شونتيا وينئ؟
ځواب: شونتياوې شته، خو عمده خبره دا ده چې سړی بايد يوه ځانګړې موخه ولري او د همدې موخې لپاره ترتيبات ونيسي. که مو موخه دا وي چې ټاکنې په سمه توګه په زمري کې ترسره شي، نو دا په امنيتي ارګانونو، ولايتونو او داسې نورو ادارو کې وړ تدابير او سرته رسول غواړي. دا نه ده چې دښمن قوي دی، بلکې اصلي دليل دا دی چې حکومت کمزوری دی. يو حکومت چې سر تر پايه له فساده ډک وي، څنګه کولای شي امنيت راولي، په داسې حال کې چې د اتمر صاحب تر راتګ مخکې د پوليسو څوکۍ پلورل کېدې، نو په داسې صورت کې به څنګه امنيت راشي. اصلي خبره دا ده چې کومه موخه تر لاس لاندې لرو، بايد د هغې لپاره عملي ګام پورته کړو. که کور جوړوو، نو په يو وار څلورم پوړ ته د ختلو هڅه نه کوو. له بنسټ څخه پيل کوو او همداسې په پرله پسې توګه وړاندې ځو. نو که مو موخه دا وي چې بريالۍ ټاکنې وشي، نو له دغو شپږو مياشتو څخه بايد داسې ګټه واخلو چې ټاکنې پکې ترسره شي.
پوښتنه: که يو څه په ښکاره ډول وواياست، چې څنګه ګټه ترې واخيستل شي؟
ځواب: بېلابېلې لارې شته. د بېلګې په توګه د مهمو ښارونو امنيت نيول کېدای شي. دا هم کېدای شي چې خلک له کليو څخه ښارونو ته راشي. د دې پر ځای چې ټاکنې په يوه ورځ کې وکړو، کېدای شي په درېيو اوونيو کې يې وکړو. ځکه اصلي موخه په ټاکنو کې د خلکو ګډون کول دي، نو بايد داسې تياری ونيسو، چې خلک وکړای شي په ډېره پيمانه په ټاکنو کې ګډون وکړي. که ټاکنې د درېيو اوونيو په منځ کې ونيسو، نو کولای شو د هغو ولايتونو امنيتي ځواکونه _چې نسبي په امن کې دي_ هغو ولايتونو ته يوسو چې يو څه ناامنه دي. د ټاکنو د امنيت د چارو نيول له عمومي امنيت نيولو سره توپير لري. ځکه دا د يوې اوونۍ يا درېيو اوونيو کار دی. بله مهمه خبره دا ده چې خلکو ته بايد دا فکر ورکړل شي چې رايه يې بدلون راوستلای شي، ځکه که دا فکر شتون و نه لري، نو که امنيت هم وي، خلک رايو ته اهميت نه ورکوي، نو اصلي خبره د خلکو په فکر کې ده. که خلک په دې پوه شي چې په رايې يې د دوی د هېواد او راتلونکي نسل په ژوند کې بدلون راځي، نو په ټاکنو کې به ضرور برخه اخلي.
پوښتنه: نو ايا اوس دغه فکر له خلکو سره نشته؟
ځواب: نه، تر اوسه نشته. خو بايد پيدا کړل شي.
پوښتنه: نو څه فکر کوئ چې په دې لنډه موده(دوو يا شپږو مياشتو) کې به خلکو ته دغه ډول فکر ورکړل شي؟
ځواب: په دوو مياشتو کې نه، خو په شپږو مياشتو کې کېدای شي. تاسو خپله د دې فکر لېږدولو يوه برخه ياست. د خدای تعالی په فضل شپېته ايف ايم راډيوګانې منځته راغلې دي. نن اووه نيم مليونه ټليفونونه لرو. له دې لارو فکر منځته راوړلای شو. د فکر خبره په دې کې ده چې ټول مطرح خلک او په ځانګړې توګه ښاغلی ولسمشر کرزی صاحب بايد خلکو ته ووايي چې څنګ حکومت کوي.
پوښتنه: تاسو د نورو کانديدانو په پرتله په هېواد کې لږ پاتې شوي ياست، ايا دا يوه ستونزه نه ده؟
ځواب: دا نور خلک نو چېرې په افغانستان کې وو. دوی خو هم په پاکستان او ايران کې وو. ما هېڅ بهرني حکومت ته کار نه دی کړی او د نړۍ د هېڅ دولتي سازمان په شمول له (ISI) سره تړاو نه لرم، چې نور خلک ورسره ښکاره اړيکي لري.
پوښتنه: ډاکټر صاحب! په کوم ډاډ مو ځان کانديد کړی دی؟
ځواب: د ولس په ډاډ.
پوښتنه: ولس د کومې برترۍ په لرلو د نورو کانديدانو پر وړاندې پر تاسو باور وکړي؟
ځواب: زه طرحه لرم او نور يې نه لري.
پوښتنه: که پر خپلو طرحو لږ څه رڼا واچوئ؟
ځواب: زما طرحې پر څلورو اساساتو درېدلې دي. لومړی: يو اغېزناک دولت بايد راشي، چې له ولس سره تړون ولري او د شفافيت او عدالت پر بنسټ ولاړ وي. زما تېر کارونه بايد خلکو ته ډاډ ورکړي چې زه څه وايم، هغه سر ته رسوم. يعنې زما نظر او عمل توپير نه لري. دويم: کار، زموږ د ټولنې غوڅ اکثريت ځوانان دي او له سياسي نظره دوی اقليت دي. دا خلک بايد په يو سياسي اکثريت بدل شي او ورسره د کار څښتن شي. همدا ډول د اقتصاد د پياوړي کېدو په خاطر زموږ په کرهڼه کې بدلون راشي، معدنونه تنظيم شي، ښاري خدمتونه منځته راشي او د جوړونې او رغونې کارونه په منظم ډول ترسره شي، خو دا هر څه په فرمايشي اقتصاد باندې نه کېږي. دا يو اغېزناک اقتصاد ته اړتيا لري چې په چوکاټ کې يې هر ځوان د دې خاورې څښتن شي. زه نه غواړم شل مليونرې کورنۍ وي او دوه دېرش مليونه بېوزله انسانان، بلکې زه غواړم دوه دېرش مليونه باعزته انسانان وي او که په منځ کې يې سل کورنۍ مليونرې کېږي، څه باک نشته. بايد په مشروع توګه مليونرې شي. درېيم: ملي هويت، موږ بايد د افغانستان ملي ګټې د دې پېړۍ په چوکاټ کې بېرته خوندي کړو. دا په دې معنا چې د دې ټولنې ټول خلک د وګړيو په حيث د قانون په چوکاټ کې بېل-بېل حقوق ولري. نو موږ بايد د افغاني هويت يو نوی انځور منځته راوړو، چې همداسې واړه هويتونه په يو لوی هويت کې ځای شي. ځکه نن په قوم باندې يوه معامله روانه ده. زه قومي سوداګري نه منم. بايد د اسلام په چوکاټ کې يو ملي او واضح هويت ولرو. څلورم: نړيوال اړيکي دي. موږ د دې کور څښتن يو، موږ دلته مېلمانه نه يو. نن زموږ سياسي قشر داسې تګلار لري چې ګواکې دوی دلته مېلمانه دي او هغه چې نړيوالې مرستې کوي، هغوی د کور څښتن دي. د نورو مسووليت به دوه يا څلور کاله وي، خو زموږ مسووليت د سلو او څلورو سوو کلونو دی. موږ بايد راتلونکي ته په دې سترګه وګورو چې نه يوازې اوسني نسل ته مسوول يو، بلکې راتلونکو پينځو نسلونو ته مسوول يو.
پوښتنه: د روان حکومت مسوول هم دې ته ورته طرحې د وعدو په شکل خلکو ته وړاندې کړې وې، خو پکې پاتې راغی. لومړی دا چې ستاسو طرحې او هغه طرحې څومره توپير لري او په کوم ډاډ واک ته تر رسېدو وروسته د خپلو طرحو عملي کېدو ته هيله من ياست؟
ځواب: ما له کرزي صاحب سره په يوه وخت کې کار کړی، زما کړه د کرزي له کړو سره په تله کې واچوئ. پيسې مې سمې کړې، ګمرکونه مې اصلاح او مرکزي کړل. زما په وخت کې پر ټولو وزارتونو باندې اصولي بنديزونه ولګېدل او بوديجه مرتبه شوه. ما ٨.٢ مليارډه ډالر له بهر څخه درته راوړل. په داسې حال کې چې نړۍ يو مليارډ ډالر هم نه غوښتل چې دلته راشي. سربېره پر دې مې پروګرامونه په منظمه توګه وړاندې کړل. ملي پيوستون منځته راغی. د مخابراتو پروګرام منځته راغی. همداسې؛ کله چې پوهنتون ته لاړم، تاسو پوهېږئ چې په يو کال کې څومره توپير رامنځته شو. نو زما او د کرزي توپير دا دی چې زما طرحه، مديريت او مسووليت يو دي. موخه مې دا ده چې ټيم بايد منځته راشي او په اوس وخت کې د ټيم تشخيص اسانه دی. په ځانګړې توګه په ځوان نسل کې دومره وړتيا ده چې د استعدادونو له کمښت سره نه مخ کېږو، خو خبره د تشخيص ده او د تشخيص په چوکاټ کې بايد مسووليت وي. سربېره پر دې صلاحيت او مسووليت بايد سره ګډ شي. ځکه پرته له دې دوو اصلونو پرمختګ نه شو کولای. نو اصلي موخه مې دا ده چې قدرت دې زما په کلونو کې زما له همزولي نسل څخه تاسو ته ولېږدول شي. تاسو؛ چې د دې خاورې اکثريت ياست، په اساسي توګه د دې خاورې څښتن شئ. که زه ولسمشر شوم نو زما معيار به دا وي چې زما د دورې تر پايه به شل کسان داسې وي چې د ولسمشرۍ وړتيا ولري. بيا به په افغانستان کې دا خبره څوک نه کوي چې يو سړی دی. په يوه سړي باندې _چې د هر راز وړتيا خاوند وي_ ملک نه ابادېږي، بلکې په يوه ټيم باندې ابادېږي.
پوښتنه: په روانو حالاتو کې له بهرنيانو او د هغوی له مرستو څومره ګټه واخيستل شوه؟
ځواب: په عمومي توګه مثبته ګټه نه ده اخيستل شوې، خو بيا هم توپير لري چې د چا له مرستې څومره ګټه واخيستل شوه. د بېلګې په توګه د امريکا له يو ډالر مرستې، له يو سلنې څخه تر دېرش سلنې پورې ګټه اخيستل شوې، خو له ځينو به ډېره ګټه اخيستل شوې وي. که په عمومي توګه ناکامۍ په ګوته کړو، نو لومړۍ د تخنيکي مرستو يادونه کولای شو. تخنيکي برخې ته دوه مليارډه ډالر راغلل. د دې پر ځای چې زموږ د ادارو ظرفيت پورته کړي، له امله يې ټيټ شو. ځکه رشوت يې ډېر کړ، نو که تله واخلو او قضاوت وکړو، شايد بهرنۍ مرستې دېرش سلنې ګټورې او اويا سلنې ګټورې نه وي.
پوښتنه: له بهرنيانو څخه د ګټې اخيستنې په موخه مو له دوی سره اړيکي څومره دي، يعنې که تاس واک ته ورسېږئ، نو له بهرنيو مرستو به څومره ګټه پورته کړئ؟
ځواب: له نړيوالو سره زما اړيکي پر اصولو ولاړ دي. ما يو کتاب ليکلی، په دې اړه پکې خبرې شوې چې ناکام دولتونه بايد څنګه کامياب کړای شي. زه په لوړه کچه ډېری نړيوال خلک پېژنم او د ماليې وزارت د دندې پر مهال مې هغوی ته قناعت ورکړ چې ډېرې پيسې راکړي او په بل راز يې راکړي. د بېلګې په توګه ما له نړيوال بانک او اسيايي بانک څخه د پروژو تر څنګ نغدې پيسې ترلاسه کړای شوې. ځکه نغدې پيسې په څلور يا پينځه برابره قوت باندې بدلېدای شي. زه په دې اړه ځانګړې طرحې لرم چې له مرستو څخه څنګه اغېزناکه ګټه واخلو.
پوښتنه: که پر دغو طرحو لږ څه رڼا واچوئ؟
ځواب: يوه لويه ستونزه د قراردادونو په برخه کې ده. د بېلګې په توګه د امريکا دولت تېر کال په افغانستان کې شپږويشت زره قراردادونه درلودل چې له څلورڅلوېښت زرو څخه ډېرو قرارداديانو ته ورکړل شوي وو. په دې اړه هېڅ ډول معلومات نه وو چې دا څلورڅلوېښت زره لومړۍ درجه قرارداديان دغه قراردادونه چا ته ورکوي او اغېز يې څومره دی.
پوښتنه: لامل به يې څه وي؟
ځواب: لامل يې دا دی چې د پروژو د ادارو او ترتيبولو لپاره يو منظم بنسټ نه لرو.
پوښتنه: نو دغې تشې ډکولو ته کومه طرحه لرئ؟
ځواب: هو، زما لومړی کار به دغه بنسټ منځته راوړل وي. يوه منظمه افغاني اداره به موجوده وي. هو، دا امکان نه لري چې دا به ټوله د افغانانو وي. په دې ترتيب به وي چې د افغانستان دولت به يوه يا دوې کمپنۍ له ازاد بازار څخه واخلي، مديريت به يې ورسره وي، چې پر دې اساس موږ ډېری قراردادونه ترسره کولای شو. په داسې حالاتو کې به زما رايه دا وي چې افغانستان بايد پر اوو تر لسو سيمو ووېشو او په هره سيمه کې به يوه دويمه کمپنۍ وي چې کارونه وڅاري او تر دې لاندې به دوه سوه کمپنۍ کار کوي. يعنې ساختماني افغاني کمپنۍ به وي. پر همدې کمپنيو به سم معيارونه وټاکل شي او قراردادونه به يې تر منځ ووېشل شي. د دې تر څنګ به د کار يوه منظمه قوه جوړه کړو چې له دوه سوه زرو تر يو مليون کسانو پورې به پکې په کار بوخت وي او امنيت به يې د تقاعدي افسرانو په لاس کې وي. همدا د کار قوه به هم خپلې پروژې عملي کوي، هم به خپل امنيت نيسي او پينځوس سلنه وخت به يې ځوانانو ته پر پوهې لګولو لګېږي. نو که دغه ډول يو سيسټم ولرو، نو بيا موخې ټاکلای شو. د بېلګې په توګه شل زره کيلومتره سړک ته اړتيا لرو، که څلوېښت زره کيلومتره سړک ته. ايا څلور سوه زره کورونه جوړول غواړو، که څلور سوه بندونه بايد جوړ کړو. نو چې ظرفيت مو ترلاسه کړ، بيا نو ولس ته د کار کولو وسيله ترلاسه شوه. که وايو چې په غزني کې بند جوړوو، نو په ښکاره بايد ووايو چې په غزني کې څومره وخت نيسي، نقشه يې څه ډول ده او څنګه عملي کېږي. نو په دې حساب به يو منظمه اداره ولرو.
پوښتنه: ډاکټر صاحب! مننه. په دې اړه نور نه ږغېږو، خو دومره وايم چې دغه ډول طرحې وړاندې کول يو منظم پلان ته اړتيا لري، تاسو له اوس څخه څو کلن پلان لرئ؟
ځواب: زه لس کلن او شل کلن پلانونه دواړه لرم.
پوښتنه: او په فکري توګه د افغانستان لپاره څو کلن پلان لرئ؟
ځواب: په فکر کې څلور سوه کلن پلان لرم. څلور سوه کاله مې ځکه وويل چې زما هډوکي په يو کلي کې له څلور سوه کلونو راپه دې خوا پراته دي، چې زه يې قبرونه معلومولای شم. نو د افغان په توګه بايد د يو کال يا دوو کلونو لپاره فکر و نه کړو، بايد د راتلونکو پينځو کلونو نسلونو لپاره فکر وکړو. د بېلګې په توګه که په يو کال کې دوه مليارډه ډالر د پينځو کلونو لپاره د نوي نسل د روزلو په موخه وټاکو، نو راتلونکي پينځه نسلونه به مو هوسا ژوند ولري. نو لږ تر لږه بايد چوکاټ ته وګورو چې زموږ ځينې کړنې تر سل يا دوو سوو کلونو پورې مثبت يا منفي اغېز ولري.
پوښتنه: د کرزي د نورو نيمګړتياوو تر څنګ ځينې خلک په کورني تړاو له واک څخه يې د وروڼو ناوړه ګټه پورته کول هم يوه ستره نيمګړتيا بولي. ستاسو ورور ښاغلي حشمت غني هم ځينې وخت له رسنيو سره د ځينو ملي مسايلو په اړه داسې څرګندونې کړې چې خلک ترې خپه دي. تاسو به تر برياليتوب وروسته د ده موقف هم د کرزي د وروڼو په څېر کړئ، که څنګه؟
ځواب: زما ورور به زما د واک پر مهال په دولتي ادارو او يا هم د افغانستان په اقتصاد کې هېڅ ډول رول و نه لري، خو د يوې خبرې يادونه اړينه بولم، دغه کوم تور چې تا زما پر ورور ولګاوه دا يوازې ستا خبره ده. زه يې لا له دغه ډول څرګندونو څخه خبر نه يم.
پوښتنه: ځينې خلک؛ چې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله ترې ولس خپه و، کرزي يو ځل بيا واک ته ورسول، د دوی پر وړاندې به ستاسو دريځ څه وي؟
ځواب: زما دريځ به د ملي ګټو پر اساس وي. د افغانستان ستونزې بېخي ډېرې شوې دي. موږ په دغو تېرو څلورو کلونو کې شل کلونه وروسته غورځېدلي يو. دا په احساساتي فيصلې نه شي حل کېدای. پر دې بايد ډېر کار وکړو چې څرنګه ډېری خلک مثبتې خوا ته راګرځولای شو. خو يوه موضوع بايد ښکاره وي، له کومې ورځې چې زه د حکومت مشرتابه ته ورسېږم، نو له قانون څخه د وتو په وخت کې به هر څوک چې وي، له کلک غبرګون سره مخ کېږي. کوم اصول چې مې پر ځان او کورنۍ ږدم، پر ټولو يې بايد کښېږدم. خو بيا به هم زما دا فيصله نه، بلکې د ولسي جرګې او بالاخره د لويې جرګې فيصله وي چې پر تېر باندې ډېر وخت لګوو، تېر حسابونه يو طرف ته کوو، يا دا چې راتلونکی جوړوو.
پوښتنه: خو ځينې داسې څېرې وي چې ښه شاليد نه لري، ممکن په راتلونکي کې هم ستونزې پيدا کړي او د اوسني حکومت يوه ستره نيمګړتيا په همدې کې ښکاري؟
ځواب: معلومه ده، خو سياست د عشق غوندې نه دی چې څوک پر چا مين شو او ورسره واده وکړي. د افغانستان مطرح خلک همدا دي چې خلک يې پېژني. زموږ خبره به دا وي چې څرنګه د سياست ميدان پراخوو، هغه خلک چې لاسونه يې د ولس په وينو نه دي ککړ او د ټولنې لپاره د يوې ښې پېرزوينې غوښتونکي دي، منځته راشي. په دغه وخت کې له هغوی خلکو سره _چې ستونزې يې پيدا کړې دي_ حساب کوو، خو دا بايد د قانون په چوکاټ کې ترسره شي، شخصي بڼه بايد و نه لري. خو يو ځل بيا بايد دا وخت ورنه کړل شي چې راتلونکی هم له موږ څخه واخلي.
پوښتنه: په اوسني وخت کې طالبان د دولت له سترو وسله والو مخالفينو څخه دي، خو دوی له شخص سره نه، بلکې له سيسټم سره مخالفت لري. که تاسو واک ته ورسېږئ، نو له طالبانو سره به فاصلې لنډې او که نه؛ لا به اوږدې شي؟
ځواب: پوښتنه دا ده چې طالب څوک دی؟! د طالبانو د ډلې ډېری سرتېري بېروزګار ځوان دی او هغه زما زوی دی. زه به دې ته ورته ځوانانو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړم چې ها خوا لاړ نه شي، خو هغه چې له القاعدې سره يوځای کېږي او زما کور ورانوي، له هغوی سره بايد خپل دريځ معلوم کړو.
پوښتنه: يعنې ستاسو په اند په اوسني دور کې افغانستان کې د طالبانو د رامنځته کېدو يو ستر لامل بېروزګاري ده؟
ځواب: بالکل، ډېری همداسې دي. په جنوب کې څلورو انجوګانو شپږ زره کسان سروې کړل او ټولو د طالب تعريف بېروزګاري وښوده.
پوښتنه: لر او بر د لوی افغانستان يوه مهمه موضوع ده. ويل کېږي پخوانيو واکمنو او په ځانګړې توګه سلطنتي واکمنانو د خپلو نظامونو د ساتنې په موخه تر يو ځايه شا ته پرې ايښې وه، په دې اړه به ستاسو دريځ څه وي؟
ځواب: د ډيورنډ کرښه د لويې جرګې مسأله ده. د شخص مسأله نه ده. خو لومړی چې موږ خپل کور ارام نه کړو، ها خوا نه شو ورتلای.
پوښتنه: د همدې مسألې په اړه مو ځانګړی نظر څه دی؟
ځواب: زما لومړی مسووليت دې خوا ته دی. تر هغې چې دا افغانستان جوړ نه کړم، ها خوا کوم مسووليت نه لرم.
پوښتنه: کله چې مو دې خوا خپل مسووليت پر ځای کړ، بيا؟
ځواب: بيا به هغه وخت ږغېږو. دا مخکې له وخته خبره ده. دا د احساساتو خبره نه ده. دا اوس نه شي کېدای چې پر آس کښېنو او په احساساتو وږغېږو. لومړی بايد افغانستان جوړ شي او افغانستان ډېرې ستونزې لري. موږ بايد خپل لومړيتوبونه معلوم کړو چې وکړای شو، له هغوی سره پر دې مسأله وږغېږو. نن که دا افغان ها خوا لاړ شي، مزدوري به کوي. زموز زدکړې له هغوی څخه کمې دي. افغانستان د جغرافيې محصول نه، بلکې د تاريخ محصول دی. زموږ مسووليت دا دی چې افغانستان وساتو، وينه مو شريکه ده. له ګاونډيانو سره مو ډېرې وينې شريکې دي، بايد د دولتونو پراخې همکارۍ منځته راشي چې دا کرښې د همکارۍ په کرښو بدلې شي. کورونه په دغو کرښو نه سره بېلېږي. نن ځاځی او منګل د امنيت له نظره ډېر سوکاله دي، دوی ميرامشاه ته روغتون ته ځي. دا زموږ ستونزه ده، نو تر هغې چې ځاځی او منګل خپلو روغتيايي او نورو ستونزو د حل لپاره مېرامشاه ته ځي، موږ پر ها خوا باندې ږغېدای نه شو. موږ بايد لومړی خپل لومړيتوبونه پر دې وڅرخوو چې د دې خوا هېڅ کس ها خوا ته د ستونزو د حل لپاره لاس اوږد نه کړي.
پوښتنه: بهرني فرهنګ او په ځانګړې توګه د ځينو ګاونډيو هېوادونو کلتوري يرغل اندېښنې پيدا کړې، اوسنی دولت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی، په دې اړه به ستاسو تګلار څه وي؟
ځواب: لومړی خو بايد دا ووايو چې په پښتو ژبه کې يو ستر بدلون راغلی، په سلګونو شاعران او ليکوال لرو. په تېرو اوو کلونو کې په پښتو کې داسې ژوند پيدا شوی چې زه مطلق ايمان لرم چې دا پردی يرغل به کومه نتيجه ورنه کړي او په خپلو موخو کې به کامياب نه شي.
پوښتنه: په دې وروستيو کې د ايران، تاجکستان او افغانستان يوه ګډه ټولنه جوړه شوې چې فارسي ژبی مثلث يې بولي. دا ښه خبره ده چې له ګاونډيو سره د ګډو ټولنو په جوړېدو ښه اړيکي ولرو، خو د دې ټولنې په جوړېدو ځکه ډېری افغانان خپه دي چې افغانستان د فارسي ژبي هېواد په توګه پېژندل شوی دی او دا حقيقت نه لري. د دې فارسي ژبي مثلث په اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: دري زموږ د تاريخ يوه برخه ده. احمدشاه بابا او خوشال بابا په دري شعر ليکلی، نو دا ژبه زموږ ده. ما د افغانستان پر ادبياتو باندې يوه ليکنه کړې، د دري ډېری شعر او نثر د پښتنو له خوا ليکل شوی دی، نو پر دې اساس موږ له دري څخه ځان نه شو بېلولای. که له دې موخه دا وي چې موږ دې له خپل کلتور څخه بېل شو، نو دا خو امکان نه لري. بله خبره دا ده چې موږ دوې رسمي ژبي لرو(پښتو او دري) درېيمه رسمي ژبه په کليو کې ده. دا درې واړې توجه غواړي او دوې رسمي ژبې پانګه غواړي. نو پر دې دواړو ژبو بايد دومره پانګه ولګول شي چې دواړې وده وکړي او ويونکي يې د خپلو-خپلو حقوقو په لرلو په دې خاوره کې ژوند وکړي. نو دغه هر څه بايد په مساوي توګه ترسره شي، يوه بايد له بلې لوړه و نه ګڼو.
پوښتنه: ډاکټر صاحب! پوښتنه همدلته ده چې دلته يوه له بلې لوړه ګڼل شوې او هغه چې ويونکي يې ډېر دي، ليرې پاتې شوې او افغانستان په نړيواله کچه د يو فارسي ژبي هېواد په توګه مطرح شوی دی؟
ځواب: دا نړيواله کچه مهمه نه ده. افريقايي هېوادونه _چې فرانسوي يې يوه ژبه ده_ د فرانسوي ژبو هېوادونو په ټولنه کې راځي، خو د دې معنا دا نه ده چې دوی يو دي. دا يوازې په هغه اړخ کې راځي چې له نورو سره ګډ وجوهات ولري. نو د توطيې تصور بايد سړی و نه کړي. له دې څخه دا منظور نه دی چې افغانستان په يوه ژبه باندې بدل شو. دې خاورې هېڅ وخت يوه ژبه نه درلوده او هېڅ وخت به يوه ژبه و نه لري.
پوښتنه: له نورو کانديدانو سره د ايتلاف په هکله څه نظر لرئ؟
ځواب: د ايتلاف به څه موخه وي؟
پوښتنه: د هېواد لپاره د وړ ولسمشر د ټاکلو يوه لار دا هم ده.
ځواب: زه د هېواد لپاره لس کلن او تر دې هم اوږدمهال پلانونه لرم. معيارونه بايد ښکاره شي چې په کوم معيار موږ مخکې روان يو. نو د معيار په چوکاټ کې له هر چا سره خبرو کولو ته تيار يم، خو که نور منظم پلانونه و نه لري او د جرګې پر اساس سړی له خپلو نظرياتو تېر شي، دا د ثواب لار نه ده.
پوښتنه: که چېرې همداسې يو څوک وي چې ستاسو په شان پلانونه ولري، نو بيا؟
ځواب: دا خو فرضيه ده. په سياست کې خو سړی پر فرضيې نه ږغېږي. ما ته نوم واخلئ څوک دي چې زه ورسره کښېنم. که دا ډول پلانونه مو له نورو اورېدلي وي، نو وواياست. د بېلګې په توګه کرزی صاحب، له کرزي صاحب څخه خو ما نه کوم پلان ليدلی، نه مې کوم مديريت ليدلی او نه مې هم پکې د دې څرک ليدلی چې په راتلونکي کې به له اوسه څومره توپير ولري. دغه نوم مې ځکه واخيست چې مطرح دی. خلک ما ته په جرګه راځي چې کرزي صاحب ته تېر شه، نو دا کار خو زه نه شم کولای.
پوښتنه: د هغو کانديدانو شمېر _چې ممکن رايې يې ستاسو سره شريکې وي_ يو څه زيات برېښي، نو څه فکر کوئ، دغه زياتوالی د نورو کاميابۍ ته لار نه هواروي؟
ځواب: پر دې باندې بايد خبرې وکړو، جدي خبرې بايد وکړو، خو لا وخت شته. زموږ موخه بايد دا وي چې يوې نتيجې ته ورسېږو.
پوښتنه: يعنې تاسو له نورو سره خبرو ته تيار ياست؟
ځواب: هو، زه تيار يم او هېڅ افغان ته شرط نه لرم، خو زما دريځ ښکاره دی. زه معيارونه لرم او پر معيار باندې خبرې کېدای شي.
پوښتنه: پوښتنه: د ټاکنو د وخت په اړه مو د دولت د پرېکړې مخالفت له هغو کسانو سره وکړ چې د ولس په نظر ستاسو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه د ياد وړ فکري واټن لري، لامل يې څه و؟
ځواب: لامل يې دا دی چې قانوني کړنې بايد ترسره کړو.
پوښتنه: نو دا په قانون پورې څه اړه لري چې تاسو له هغوی سره يوځای د دولت پر خلاف خپل دريځ اعلان کړ؟
ځواب: ګوره! خبره دا ده چې زه له هغوی سره په کوم ايتلاف کې نه يم راغلی. زه له هغوی سره دې نتيجې ته نه يم رسېدلی چې تر غبرګولي وروسته به څوک راځي. زه له هغوی سره يوازې پر يوه ګډه ملي خبره درېدلی يم چې بايد د ټاکنو تاريخ په زمري کې وي. دا هغه دريځ و چې پخوا يې هغوی مخالفت کاوه او اوس يې له ما سره ومنله. که دا منو چې ټول په افغانستان کې يو، نو دا بايد زده کړو چې ځينې مسألې د خبرو له لارې حل کړو.
پوښتنه: ستاسو له خبرو داسې برېښي چې تاسو له هغوی سره نه، بلکې هغوی له تاسو سره يو ځای شوي وو؟
ځواب: هو! زه له هغوی سره نه وم يوځای شوی، بلکې هغوی زما سره يوځای شوي وو.
پوښتنه: د ملګرو ملتونو سرمنشيتوب ته مو ځان په خپله کانديد کړی و، که ستاسو څخه د کوم چا له خوا ځانګړې غوښتنه شوې وه؟
ځواب: زما څخه غوښتنه شوې وه. لومړی د نړيوالو رسنيو له خوا غوښتنه وشوه، ځکه زه په دنيا باندې اخته وم، کله چې له دولت څخه ووتم او کله چې اغېزناکو او بې اغېزو دولتونو سره مخ کېدم، نو په دې اړه مې پر ملګرو ملتونو او نړيوال بانک باندې سخت اصلاحي نظريات درلودل، نو همدا لامل و چې له ما څخه د ملګرو ملتونو څوکۍ او د نړيوال بانک څوکۍ ته د کانديدېدو غوښتنه وشوه. دا د يو اعتبار خبره وه.
پوښتنه: خو تاسو بريالي نه سواست، لامل يې څه و؟
ځواب: دا چې د افغانستان دولت زما لپاره په نړيواله کچه د کمپاين امکانات نه درلودل، نو پاتې راغلم. دا ما او افغانستان ته د وياړ خبره وه، خو ونه شوه. ځکه زموږ سره امکانات نه وو. له ښاغلي بانکي مون سره د کوريا غوندې ستر دولت امکانات ملګري وو، خو زموږ يو سفارت او په ملګرو ملتونو کې زموږ استازي د مرستو لپاره هېڅ ډول هڅې و نه کړې.
پوښتنه: يعنې افغان دولت ستاسو سره مرسته و نه کړه؟
ځواب: هو، پرته له کرزي صاحب څخه. ځکه ولسمشر زه د افغانستان د يو رسمي کانديد په توګه وړاندې کړم او په دې برخه کې ترې مننه کوم.
پوښتنه: که تاسو بريالي شوي وای، نو افغانستان ته به يې څه ګټه وه؟
ځواب: افغانستان ته به يې ګټه دا وه چې ملګرو ملتونو به په افغانستان کې يو اغېزناک رول لرلای، هم په افغانستان او هم په سيمه کې به د ملګرو ملتونو په هڅو کې ستر بدلون راغلی وای.
پوښتنه: ځينې خلک وايي ډاکټر صاحب دوه ګونی تابعيت لري او په همدې دليل تاسو د افغانستان لپاره يو وړ ولسمشر نه ګڼي؟
ځواب: د ولسمشرۍ د ټاکنو د کانديد په توګه به زه دوه ګونی تابعيت و نه لرم، ځکه دا د قانون خلاف خبره ده او وروسته تر هغه؛ که ما وګټله او که مې وبايلله، دوه ګونی تابعيت به و نه لرم.
پوښتنه: ځينې خلک ډاکټر صاحب اشرف غني احساساتي بولي او له همدې امله يې زړه نه دی چې د ولسمشرتوب لپاره دې ده ته رايه ورکړي؟
ځواب: دا خبره په چوکاټ کې کښېږدئ. لومړی په پوهنتون کې ما له نهه زره محصلينو سره کار کړی، هلته له ما چا احساسات ليدلي دي؟! دويم دا چې د تېر کال تر سرطان وروسته مې له لسګونو زره افغانانو سره په کور کې کتلي او همدا ډول مې کليو ته سفرونه کړي دي، ايا د بې حوصلګۍ کوم اثار ليدل شوي دي. که خبره ماليې وزارت ته راشي، نو خلک دې هغه چوکاټ ته نظر وکړي چې ما له چا سره راشه درشه درلوده. له يوې خوا د قانونمن حکومت راوستلو غوښتنې کېدې، د زورواکوو زور بايد و نه چلېږي، خلک بايد نور و نه ځپل شي، ګمرک بايد د ولايتونو په لاس کې نه وي. زه پرته له دې چې چاقو هم راسره وي، راغلم او دا ټول کارونه مې درته وکړل. ايا دا هر څه د تقوا او ايمان خبره وه، که د احساساتو؟! زه هيله کوم چې هېوادوال دې قضاوت وکړي. بل ما به هر سخت کار ته په خپله ځان مخکې کاوه چې ولسمشر له خلکو سره په جنجال کې رانه شي او وروسته تر هغه چې ما دولت پرېښود، نو ولسمشر له څومره خلکو سره په لانجه واوښت.
پوښتنه: همدې ته ورته پوښتنه ده، چې ډاکټر صاحب روغتيايي ستونزې لري؟
ځواب: بالکل، ما دوولس کلونه پخوا سرطان تېر کړی. په لومړيو پينځو کلونو کې د سرطان د بيا راتلو ګواښ ډېر وي، خو تر پينځو کلونو وروسته دغه ګواښ له منځه ځي. دويم دا چې د دولت د دندې پر مهال زما په بدن کې دردونه ډېر وو، تاسو به هم په ټلوېزيون کې د مرکې پر مهال ليدلی، اوس هم چې لاس به مې ډېری وخت دلته (خپل ښي تشي ته يې اشاره وکړه) و، چې اخر کشف شو چې له غنمو سره مې حساسيت درلود، نو نږدې څلور نيم کاله کېږي چې له غنمو مې روژه نيولې ده. اوس د خدای تعالی په فضل روغ او جوړ يم. خو په دغو ټولو کلونو کې ما له څوارلسو تر شپاړسو ساعتونو پورې کار کړی دی. د دندو پر وخت زه خپلو دردونو له دې نه يم اچولی چې کار دې پوره نه شم کړای او يا دې سيمه ييز سفرونه له ما پاتې وي.
پوښتنه: نو په شپه و ورځ کې د څومره کار کولو وعده ورکولای شئ؟
ځواب: شپاړس ساعتونه.
پوښتنه: که تاسو د کرزي پر ځای وای، نو څه به مو کړي وای؟
ځواب: لومړی کار به مې دا کړی وای چې شل کسان به مې روزلي وای، چې زما ځای ونيسي. زما فکر به په دې اړه نه وای چې زه دې بايد تل پر څوکۍ واوسم، بلکې نور هم بايد وړاندې شي او دې څوکۍ ته تيار کړای شي. جمهوري نظام يو شخصي نظام نه دی. بل دا چې يو ټيم به مې جوړ کړی وای چې خلک وکړای شي پر هرې ترخې مسألې _پرته له دې چې وډار شي_خبرې وکړي او يوې نتيجې ته ورسېږي. درېيم دا چې کار مې اهلکار ته سپاره. څلورم دا چې پر نوي نسل مې پانګه اچونه کوله، چې ثابته شي موږ پر راتلونکي باندې د فکر کولو قوت لرو او له يوه نسل څخه بل ته د قدرت واګې وسپارو. پينځم پر ولايتونو او ولسواليو باندې به مې _لکه څنګه چې مې د ملي پيوستون پروګرام کليو ته جوړ کړ_ پروګرامونه جوړ کړي وای. په مرکزي اداره کې به مې په لوړه کچه اصلاحات راوستي وای، ځکه که هر کال مو درې وزارتونه سم کړي وای، نو اوس به موږ ډېر وړاندې وای.
پوښتنه: که په ټاکنو کې بريالي نه سواست، نو په راتلونکي دولت کې به کار وکړئ؟
ځواب: که کرزی صاحب ولسمشر وي، نه.
پوښتنه: لامل يې څه دی؟
ځواب: زما او د کرزي صاحب تر منځ د اعتبار پول نړېدلی، خو په دغه حالت کې به زه خپل ټول نظريات له وطن سره شريک کړم، خو خپله به په دولت کې و نه اوسم.
پوښتنه: له دې داسې څرګندېږي چې تاسو يوازې د ولسمشرۍ په چوکاټ کې کار کول غواړئ، او که نه نو کار نه کوئ؟
ځواب: نه، داسې نه ده. خبره د اغېز ده.
پوښتنه: يعنې تاسو په دې ډاډه ياست چې نظر نورو دندو ته به مو د ولسمشر په توګه اغېز ښه وي؟
ځواب: هو، ځکه ما څو کلونه پر دې کار کړی چې څه ډول بېلابېل اړخونه سره يو شي. بل يو ولسمشر بايد خپل نظر ولري. که د نورو تر شعاع لاندې راشي، نو د کرزي صاحب غوندې به شي. ښه خبره دا ده چې د ملي ګټو لپاره بايد نظريات شريک کړل شي، خو سړی بايد د رقيب په توګه و نه ګڼل شي، خو له بده مرغه زموږ په خاوره کې دا صفت نشته.
پوښتنه: يو څه نورو پوښتنو ته به راشو، لوستنه کوئ؟
ځواب: هو، ولې نه. د نورې لوستنې تر څنګ پښتو شعر او نثر ډېر لولم. ژبه هم ساتل غواړي او په دې توګه ښه ساتل کېږي. د خوشال بابا شعرونه مې ډېر خوښ دي او بار-بار يې لولم.
پوښتنه: چاپي رسنۍ هم لولئ؟
ځواب، هو، په روان کې مې څلوېښت مجلې لوستې دي.
پوښتنه: له (پسرلی) مجلې سره بلد ياست؟
ځواب: هو، ولې نه. يوه له هغو مجلو څخه ده چې له پيله تر پايه يې لولم.
پسرلی: ډاکټر صاحب! مننه کوو چې موږ ته مو وخت راکړ.
احمدزی: نه، هيله کوم. بريالی اوسې.